د مالیې وزیر د یو پلاوي په مشرۍ په سپین بولدک کي د کډوالو له کمپ څخه ليدنه وکړه!

syllab_admin
Sat, Apr 19 2025 11:28 AM
...............

د مالیې وزیر حاجي ملا محمد ناصر اخوند د دغه وزارت مالي معین او د کډوالو عالي کمېسیون د مالي مسؤل حاجي عبدالقدیر احمد او د خزاینو لوی رئیس نصرت الله محمود په ملتیا کندهار ولایت ته د رسمي سفر په ترڅ کي په سپین بولدک کي د راستنېدونکو کډوالو له وضعیت څخه ليدنه وکړه او هلته ئې د کډوالو له پاره د چمتوالي بهیر له نږدې څخه و ارزوه.
د مالیې وزیر او مل پلاوي، همدا راز  په سپین بولدک کي د کډوالو له پاره د ټاکل سوي مالي کمېټې چاري هم وارزولې او له مسؤلینو سره ئې د چارو د لا ښه پرمختګ په موخه اړیني سپارښتني شریکي کړې.
د یادولو ده، چي له پاکستان هیواد څخه په جبري ډول د را ایستل سویو هیوادوالو له پاره د اړینو اسانتیاوو د برابرولو په موخه بېلابېلي کمېټې جوړي سوي دي، چي د مالي کمېټې مشري ئې د مالیې وزارت مالي معین کوي او په اړونده برخه کي د اسانتیاوو برابرولو چاري ئې په نورمال ډول رواني دي.

Latest news

BACK TO NEWS