د ګمرکونو لوی ریاست اداري ناسته وسوه!

د تلي ۱۳مه ۱۴۰۴هـ.ل
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مولوي محمد حامد احمد په مشرۍ د ګمرکونو لوی ریاست د (۱۴۰۴) کال لسمه اداري ناسته په دغه ریاست کي وسوه.
په دې ناسته کي د ګمرکونو لوی ریاست تخنیکي او عملیاتي مرستیالانو، رئیسانو او یو شمېر آمرینو ګډون کړی وو.
په دې ناسته کي د یو شمېر سوداګریزو شرکتونو او صنعتکارانو د غوښتنو او ستونزو پر حلولو، د صادراتي، وارداتي او ټرانزيټي توکو په ګمرکي طی مراحلو کي پر سته ستونزو او حل لارو، د یاد ریاست د مرکزي او ولایتي ادارو د ورځنیو چارو پر لا ښه والي، د باز ګشتي کانټینرونو په پروسه کي د اسانتیا پر رامنځته کولو او یو شمېر نورو موضوعاتو خبري او لازمي پرېکړي وسوې.
همداشان په دې ناسته کي د وږي په میاشت کي د ځینو ګمرکونو د خطر کمېټو راپور هم وړاندي سو.