د افغانستان او ایران ترمنځ د دوه اړخیزو اقتصادي همکاریو پر لا پیاوړتیا خبري وسوې!

د وري ۲۱مه ۱۴۰۴ هـ.ل
د مالیې وزارت د پالیسۍ معین انجنیر سلطان محمد زبیر د ایران هیواد د بهرنیو چارو وزرات د اقتصادي همغږۍ دفتر له عمومي رئیس محمد رضا نظري او مل پلاوي سره د دغه وزارت د پالیسۍ په معینیت کي وکتل.
په دغه کتنه کي د دواړو هیوادونو ترمنځ پر ګمرکي مسايلو، د دوه اړخیزو اقتصادي همکاریو پر لا پیاوړتیا او د دواړو هیوادونو تر منځ د اقتصادي همکاریو د ګډ کمېسیون د وروستیو هوکړو د پلي کولو پر موضوعاتو خبري وسوې.
په دغه کتنه کي دواړي خواوي د ګډو اقتصادي همکاریو د لا پراختیا په برخه کي د یو لړ مهمو اقداماتو د ترسره کولو په موخه وروستۍ هوکړي ته ورسېدل، چي ورسره به ګډي اقتصادي اړیکي لا پراختیا ومومي.