د ټاپي پروژې د عملي کولو په موخه د همغږۍ ناسته ترسره سوه
د ټاپي پروژې د عملي کولو د همغږۍ ناسته د دغې پروژې د رئیس محمد مراد ایمانوف، کابل کې د ترکمنستان سفیر خواجه اویزوف، د مالیې وزارت د پالیسۍ معین نذیر کبیري، د یاد وزارت د دفتر لوی رئیس انجینر سلطان محمد زبیر، د دولتي شرکتنو لوی رئیس نوید احمد عازم، د عوایدو د حقوقي خدمتونو رئیس نداء محمد صدیقي، د عامه پوهاوي رئیس احمدولي حقمل په ګډون د مالیې وزارت په مقام کې ترسره سوه.
د ناستې په پيل کې د ټاپې پروژې رئیس د دغې پروژې په اړه خپل هر اړخیز ګذارش وړاندې کړ او زیاته کړه، چي د دغې پروژې ابتدایي تخنیکي کارونه پای ته رسېدلي په تمه یو چي عملي کارونه به يې ژر پیل سي او د دې کارونه د بشپړاوي لپاره له مالیې وزارت څخه د همکارۍ غوښتونکي یوو.
افغان پلاوي د مالیې وزارت له اړخه راغلو مسؤلینو ته د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ او د یادې پروژې د کارونو د لا چټکتیا او پرمختګ په موخه یوه مسلکي کاري کمېټه وټاکل؛ ترڅو د کارونو په بشپړولو کي لاس په کار سي.
د یادوني وړده چي تاپي (TAPI) د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هندوستان ترمنځ د نل لیکي په وسیله د طبیعي ګازو د لیږد ستره اقتصادي پروژه ده چي د ترکمنستان څخه د افغانستان له لاري پاکستان او هند ته غځول کيږي.
