د ټاپي پروژې د عملي کولو په موخه د همغږۍ ناسته ترسره سوه

admin_mof
Sun, Apr 03 2022 12:39 PM
خبر

د ټاپي پروژې د عملي کولو د همغږۍ ناسته د دغې پروژې د رئیس محمد مراد ایمانوف، کابل کې د ترکمنستان سفیر خواجه اویزوف، د مالیې وزارت د پالیسۍ معین نذیر کبیري، د یاد وزارت د دفتر لوی رئیس انجینر سلطان محمد زبیر، د دولتي شرکتنو لوی رئیس نوید احمد عازم، د عوایدو د حقوقي خدمتونو رئیس نداء محمد صدیقي، د عامه پوهاوي رئیس احمدولي حقمل په ګډون د مالیې وزارت په مقام کې ترسره سوه.

د ناستې په پيل کې د ټاپې پروژې رئیس د دغې پروژې په اړه خپل هر اړخیز ګذارش وړاندې کړ او زیاته کړه، چي د دغې پروژې ابتدایي تخنیکي کارونه پای ته رسېدلي په تمه یو چي عملي کارونه به يې ژر پیل سي او د دې کارونه د بشپړاوي لپاره له مالیې وزارت څخه د همکارۍ غوښتونکي یوو.

افغان پلاوي د مالیې وزارت له اړخه راغلو مسؤلینو ته د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ او د یادې پروژې د کارونو د لا چټکتیا او پرمختګ په موخه یوه مسلکي کاري کمېټه وټاکل؛ ترڅو د کارونو په بشپړولو کي لاس په کار سي.

خبر

د یادوني وړده  چي تاپي (TAPI) د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هندوستان ترمنځ د نل لیکي په وسیله د طبیعي ګازو د لیږد ستره اقتصادي پروژه ده چي د ترکمنستان څخه د افغانستان له لاري پاکستان او هند ته غځول کيږي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS