په۱۳۹۹ مالي کال کې د مالیې وزارت د مالي معینیت د لاسته راوړنو لنډ راپور

admin_mof
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۸ - ۹:۴۱
news

د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله په نړیوال اقتصادي نظام کې رامنځته شوو ستونزو ته په کتلو سره، د ۱۳۹۹ مالي ‌کال د افغانستان لپاره یو له ننګونو څخه ډک کال وو. د کرونا ویروس د کابو کولو په پار د قرنطین او سوداګریزو چارو د بندیز په ګډون د لګېدلو محدودیتونو له امله د اقتصادي کړنو د کمرنګه کېدو په پایله کې د افغانستان اقتصادي وده پنځه سلنه ټیټه شوه. پدې سربېره د یاد ویروس د اقتصادي او ټولنیزو اغیزو په پایله کې کورني عواید خورا ټیټ او د روغتیا اړوند عامه لګښتونو کې د پام وړ زیاتوالي په راتګ سره په ملي بودجه کې د ۶۷ میلیارده افغانیو په کچه مالي بوج راغی، چې وروسته د نړیوالو مرستندویانو په مالي مرستو سره تمویل شو.

د ۱۳۹۹ کال په اوږدو کې په ملي بودجه کې د کرونا ویروس د منفي اغیزو د کابو کولو په پار د منځمهاله بیا کتنې په ګډون تعدیلات رامنځته شول. له یادو ستونزو سره سره، د مالیې وزارت وکولای شو چې مامورینو ته د معاش ادائینې په ګډون په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د حکومت ټولو ۱۴۵،۷۹۱ متقاعدینو ته په پوره روڼتیا او خپل وخت سره د تقاعد حقوق ورکړي. پدې سربېره د مالیې وزارت وکولای شو چې له خپلو پرمختیایي شریکانو سره د پراختیایي همکارۍ بحثونه وکړي، د مرکزي اسیا د اقتصادي او سیمه ایزو همکاریو سازمان د غړو هېوادونه د وزیرانو او ملي استازو ناستې رهبري کړي، او د ۲۰۲۴ میلادي کال تر پایه پورې د ۳.۳ میلیاردو امریکایي ډالرو په کچه کلنیو مالي ژمنو په جذب سره د جینوا کنفرانس به بریالۍ توګه سرته ورسوي. په ټوله کې د افغانستان دولت کولای شول چې د دولت په خزانه کې د ۳۱.۲ میلیارده افغانیو په کچه نغدي زېرمې په درلودلو سره د ۱۳۹۹ مالي کال بودجې ۸۷ سلنه په مصرف ورسوي.

د مالیې وزارت د ۱۴۰۰ مالي کال بودجه د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې د ځایي خلکو، مدني ټولنو، او علمي شخصیتونو سره د یو لړ بحثونو له ترسره کولو وروسته ترتیب کړه، چې پکې ۳ میلیارده افغانۍ د هېواد په ټولو ولایتونو کې د وړو پروژه د پلي کیدو لپاره ځانګړې شوې دي. د ۱۴۰۰ مالي کال په پراختیایي بودجه کې د اوبو بندونه او کانالونه جوړول، کارموندنه،د ترانسپورت، انرژي، روغتیا، او پوهنې په برخه کې د بنسټیزو جوړښتونو‌ پراختیا، د ګمرکي سیستمونو عصري کول، او د عامه سیستمونو او عملیاتي پروسو برښنایې کول له لویو لومړیتوبونو څخه دي چې د افغانستان د پایدار اقتصادي پرمختګ لپاره اغیزناکې پایلې لري.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۳ - ۱۵:۲۱
Background image

د آقینې په ګمرک کي د شاوخوا (۷۳) میلیونه افغانیو په ارزښت ستري پروژې بشپړېدونکي دي!

د وږي ۲۳مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست، چي د شاوخوا (۷۳،۴) میلیونه افغانیو په ارزښت د فاریاب ولایت د آقینې په ګمرک کي د چاپېره دېوال او ټاورونو، د ارشیف ودانۍ او د درې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۸ - ۱۴:۵۷
Background image

تېره اوونۍ د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کي زیاته اندازه قاچاقي توکي نیول سوي دي!


د وږي ۱۸مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارني کارکوونکو په تېري یوې اوونۍ کي د هرات، کندهار، نیمروز، فراه او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سیمو کي په زیاته اندازه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۱۶:۴۰
Background image

د ابونصر فراهي، نیمروز او هرات ګمرکونو کارکوونکو له پاره دوهم روزنیز پروګرام پای ته ورسېد!


د وږي ۱۷مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو ملي اکاډمۍ له تدریسي پلان سره سم؛ د فراه، نیمروز او هرات ولایت ګمرکونو (۳۰) تنو کارکوونکو له پاره یو میاشتنی روزنیز پروګرام پای. . .

BACK TO NEWS