د مالیې وزارت د اړیکو او عامه پوهاوي رئیس: د حکومت اصلاحي اقدامات د دې سبب شوي چې د ملي بودیجې له پنځوس سلنې څخه زیاته برخه له کورنیو سرچینو څخه تامین کړو

Anonymous (not verified)
Mon, Oct 14 2019 11:18 AM
خبر

د مالیې وزارت ورستیو پنځو کلنونو لاسته راوړنې، د هیواد مالي وضعیت، د حکومت او مالیې وزارت راتلوونکي اقتصادي پلانونه د تلې میاشتې په ۲۱ مه نېټه د یوه سیمنیار په ترڅ کې د رڼا پوهنتون محصلینو او ښوونکو ته وړاندې شول.

په دې مراسمو کې د مالیې وزارت ویاند او د اړیکو او عامه پوهاوي رئیس ښاغلي شمروزخان مسجدي، د رڼا پوهنتون عملي – تدریسي مرستیال ښاغلي سید مصطفی سعیدي او د یاد پوهنتون یو شمېر ښوونکو او محصلینو ګډون کړی وو.

د رڼا پوهنتون عملي – تدریسي مرستیال ښاغلي سید مصطفی سعیدي، په پرانیستې وینا کې د اطلاع رسونې او ځواب ویونې اصل ته له ژمنتیا څخه د مالیې وزارت له دې نوښت څخه د مننې ترڅنګ، وویل چې د داسې سمینارونو په لاره اچول د حکومت لاسته راوړنو او مالي اصلاحاتو څخه د محصلینو پوهني د لوړوالي سبب ګرځي او محصلین کولی شي د حکومت په ځانګړی توګه د مالیې وزارت له اقتصادي فعالیتونو څخه خبر شي.

خبر

د مالیې وزارت ویاند او د اړیکو او عامه پوهاوي رئیس ښاغلي شمروز خان مسجدي، محصلینو ته د مالیې وزارت موخې، لاسته راوړنې، د اقتصادي وضعیت بشپړ لر لید او د مالیې وزارت پلانونه روښانه کړل او ویې ویل، چې مالیې وزارت په دې هڅه کې ده ترڅو د اصلاحاتو پلي کیدو، له فساد سره د مبارزې او کورنیو سرچینو څخه د ملي بودیجې د ترتیب له لارې په تدریجي ډول مالي ځان بسیاینې ته ورسیږي.

د مالیې وزارت د اړیکو او عامه پوهاوي رئیس وویل: مالیې وزارت په وروستیو کلونو کې وکولی شول چې ملي عواید له ۹۹ میلیارده افغانیو څخه ۱۸۹ میلیاردو ته لوړ کړي او د خپلې پراختیایي بودیجې لګښت یې له ۴۶ سلنې څخه ۹۵ سلنې ته لوړ کړي. همدارنګه د څو کلونو په اوږدو کې د پراختیایي بودیجې لګښت د حکومت په کچه له ۴۴ سلنې څخه ۹۱ سلنې ته لوړه شوې ده، چې دا مسله د زیاتو پراختیایې پروژو پلي کول په ډاګه کوي.

خبر

نوموړي زیاته کړه په روان مالي کال کې د ملي بودیجې په سند کې د عوایدو راټولو لپاره ۱۸۸ میلیارده افغانۍ هدف ټاکل شوی ده، زموږ راپورونه ښه یې چې له پلان سره سم عواید راټول شوي دي او هیله لرو چې له ټاکل شوي هدف څخه زیات ملي عوایدو راټول کړو.

همدارنګه ښاغلي مسجدي، په دې سیمینار کې د سیستم جوړونې، اصلاحاتو پلي کولو، له فساد سره مبارزې، د سیمې له هیوادونو سره په سیمه ایزه او ټرانزیټي همکارۍ او د بروکسل او جینوا کنفرانس د ترسره کېدو په ګډون د مالیې وزارت په نړیوالو لاسته راوړنو، راتلوونکي پلانونو او مالي ځان بسیاینې ته د رسیدو لپاره د پانګه ونې د بستې په اړه معلومات وړاندې کړل او د ښوونکو او محصلینو پوښتنو ته یې ځوابونه ورکړل.

په پای کې د مالیې وزارت له کړنو او فعالیتونو څخه د جامع او کره اطلاع رسونې لپاره رڼا پوهنتون د مالیې وزارت ویاند او د عامه او عامه پوهاوي رئیس ته لوح تقدیر ورکړ.

خبر

 

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS