د مالیې وزارت سرپرست د څو اړخیزه پانګونې د تضمین ادارې له مرستیال سره د افغانستان اقتصادي ځان بسیاینې د پانګونې په بسته کې د کرنې او انرژۍ د شاملو پروژو په تړاو بحث وکړ

Anonymous (not verified)
Sat, Oct 19 2019 12:41 PM
خبر

د مالیې وزارت سرپرست او د زېربناء په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، د تلې میاشتې په ۲۶ مه نېټه د امریکا متحده ایالتونو په واشنګټن ډیسي کې د نړیوال بانک او پیسو نړیوال صندوق مدیره پلاوي د کلنۍ ناستو په څنډو کې د څو اړخیزه پانګونې د تضمین ادارې (MIGA) له مرستیال ښاغلي ویجای ایر، سره وکتل.

په دې کتنه کې د مالیې وزارت سرپرست، د مزار شریف ګازي برېښنا بیمې په خاطر د میګا له ادارې مننه وکړه  او دواړو لوریو د افغانستان اقتصادي ځان بسیاینې د پانګونې بستې، په دې بسته کې شاملو پروژو ته د بهرنۍ پانګونې جلبولو، د کجکي برېښنا بند لپاره په پانګونه او نورو اړوندو مسایلو په تړاو خبرې وکړې.
د څو اړخیزه پانګونې د تضمین ادارې،  د افغانستان اقتصادي ځان بسیاینې د پانګونې په بسته کې د کرنې او انرژۍ پروژو په بېمه کولو لېوالتیا وښوده.

خبر

د مالیې وزارت سرپرست وویل، چې ډېر ژربه په نوموړي بسته کې د ټولو شاملو پروژو بشپړ جزیات په واک کې ورکړي.

د یادونې وړده، چې د څو اړخیزه پانګونې تضمین اداره، د نړیوال بانک خصوصي سکټور د پراختیا یوه برخه ده، چې موخه یې د سترې پانګونې لپاره د فرصتونو رامنځته کول، د خصوصي پانګونې بسیج کول او پایداره او ځواب ویونکي خصوصي سکټور د پرمختګ په موخه د نړیوالې پراختیا سازمان (IDA) له غړو هیوادونو سره مرسته کول دي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS