د بېوزلۍ کمولو، خدمتونو وړاندې کولو او د ولسي ګډون عالي شورای اوومه تخنیکي ناسته وشوه

admin_mof
Wed, Dec 18 2019 10:29 AM
خبر

د مالیې وزارت سرپرست او د زېربناء په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام سترسلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، په مشرۍ د لېندۍ میاشتې په ۲۶ مه نېټه د بېوزلۍ کمولو، خدمتونو وړاندي کولو او د ولسي ګډون عالي شورای اوومه تخنیکي ناسته په مالیې وزارت کې وشوه.

په دې ناسته کې د وچکالۍ او قحطۍ د عمل په پلان، د غلې ستراتېژيکو ذخیرو په جوړولو، د دولت د خدمتونو نمبر ورکولو، د خدمتونو وړاندي کولو او له خدمتونو د ګټې اخیستونکو ترمنځ د خبرو اترو رامنځته کولو، د خدمتونو په وړاندي کولو کې د خدمتونو کیفیت په ښه کولو، د دولت د خدمتونو په تړاو د نمبر په ورکولو کې د بېوزلۍ کمولو عالي شورای په مشخص وړاندیز، د بېمې د صنعت پراختیا ترڅنګ د بېمې سکټور په کړنو او بېموي چارو د څارنې او یو لړ نورو اړوندو مسایلو په تړاو بحث او د نظرونو څرګندونې وشوې او په اړه یې لازمې پرېکړې ونیول شوې

خبر

 

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS