د مالیې وزارت او اړونده وزارتونو او خپلواکو ادارو ترمنځ د همکارۍ تفاهم لیکونه لاسلیک شول
مالیې وزارت د خپلو همکاریو د دوام په لړ کې د اړونده وزارتونو او خپلواکو ادارو د کورنۍ پلټنې د ریاستونو د پیاوړتیا په موخه له عدلیې، کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ او د اوبو او انرژۍ وزارتونو، د سیمه ایزو ارګانونو د خپلواکې ادارې او همدارنګه د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) سره د همکارۍ تفاهم لیکونه لاسلیک کړل.
د دې تفاهم لیکونو له مخې به د مالیې وزارت د کورنۍ پلټنې لوی ریاست د دغه ریاست اړونده د نړیوال بانک FSP پروژې په مالي او تخنیکي مرسته په یادو ادارو کې د کورنیو پلټونکو د وړتیاوو لوړلو او د کورنۍ پلټنې چارې په نړیوالو معیارونو سره د برابرولو په موخه بېلابېل پروګرامونه په لاره اچوي.
په همدې مناسبت په جوړه شوې غونډه کې د مالیې وزارت د کورنۍ پلټنې لوی رئیس ښاغلي محمود قادري یاد تفاهم لیکونه د دغو ادارو د کورنۍ پلټنې رئیسانو ته په رسمي ډول وسپارل. ښاغلي قادري وویل چې د مالیې وزارت د کورنۍ پلټنې لوی ریاست د مالي چارو او عامه لګښتونو قانون د ۶۱ مادې او نړیوالې ټولنې سره د تعهداتو پر بنسټ مکلف دی چې د اړونده ادارو د کورنيو پلټونکو د وړتیاوو د لوړولو لپاره له دغو ریاستونو سره همکاري وکړي.
