د مالیې وزارت سرپرست د هرات له والي سره په یاد ولایت کې د پراختیایې پروژو په پلي کیدو خبرې وکړې

admin_mof
Tue, Feb 04 2020 1:52 PM
خبر

د مالیې وزارت سرپرست او د زیربناء په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، د سلواغې میاشتې په ۱۴ مه نېټه د هرات ولایت له والي ښاغلي عبدالقیوم رحیمي سره وکتل.
په دې لیدنه کې چې د ترانسپورټ او د اوبو او انرژۍ وزارتونو سرپرستانو هم شتون درلود، د هریرود پله په رغونې، د پاشدان بند په شاوخوا کې د ۱۳ کیلو متره سړک جوړولو د کار په چټکوالي او د ۱۳۹۹ کال د پسرلي په لومړیو کې د پاشدان له بند څخه د اوبو په اخیستلو خبرې وشوې.
د ترانسپورټ وزارت سرپرست وویل چې د پاشدان بند په شاوخوا کې د سړک ډیزاین بشپړ شوی دی. د مالیې وزارت سرپرست وویل چې یاده پروژه دې د بودیجوي ژمنې لپاره مالیې وزارت ته ولیږل شي همداشان هڅه دې وشي چې په دو راتلوونکو اوونیو کې د ملي تدارکاتو کمېسیون ته ولیږل شي.
د مالیې وزارت سرپرست د پاشدان بند په اړه وویل چې د امکان په صورت کې له پاشدان بند څخه د اوبو اخیستلو پروسه دې د ۱۳۹۹ کال د پسرلي په لومړیو کې پیل شي.
 

خبر

همداشان په دې لیدنه کې د هرات والي وویل چې د سلطاني په نوم ویاله د پاکوالي لپاره چې د هرات ولایت له تاریخي ویاله ده عمومي حشر په لاره اچول کیږي. د هرات والي د اوبو او انرژۍ وزارت نه د پاشدان له بند څخه د اوبو اخیستلو تر پیل پورې د اوبو اخیستلو په موخه د دو واټرپمپونو د تدارک د مرستې وغوښته وکړه. د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ژمنه وکړه چې د دوی تخنیکي ټیم به له یادې ساحې څخه لیدنه وکړي تر څو په اړه یې لازمه پریکړه وشي

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS