د مالیې وزارت سرپرست د جایکا او پیسو نړیوال صندوق په ګډ کنفرانس کې ګډون وکړ

admin_mof
Sun, Feb 16 2020 2:19 PM
خبر

ټول شموله او پایداره پراختیا ته د اسیایي هیوادونو لاسرسي په موخه د جاپان نړیوالو همکاریو ادارې (JICA) او پیسو نړیوال صندوق ګډ کنفرانس د جاپان په توکیو ښار کې جوړ شو.
په دې کنفرانس کې چې د اسیایي هیوادونو او پیسو نړیوال صندوق چارواکو او مسؤلینو ګډون درلود، د مالیې وزارت سرپرست او د زېربنا په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، د افغانستان په استازولۍ ګډون پکې کړی وو.
په یاد کنفرانس کې په بېلابیلو موضوعاتو لکه د مالي سرچینو ښه مدیریت له لارې پایداره ودې ته په پراخ لاسرسي، تر ۲۰۳۰ کال پوري د ملګرو ملتونو سازمان پایداره پراختیایي موخو ته د رسېدو لپاره په مسؤلیت او مالکیت، د پراختیا په حال کې هیوادونو لپاره په مرستو څو دغه هیوادونه وکولی شي خپل ملي در عواید زیات او غیر اړین لګښتونه کم کړي، د سویلي اسیا د ودې وړتیا پرانیستو لپاره د پراخو اصلاحاتو په پلي کولو، د خصوصي سکټور په پیاوړتیا او وده، د جنسیتي تبعیض په له منځه وړلو او یو شمېر نور اړوندو مسایلو په تړاو خبرې وشوې.

خبر

 

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS