د هرات نړیوال هوایې ډګر پراختیا مومي
د مالیې وزارت سرپرست او د زیربناء په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، نن د کب میاشتې په ۲۶ مه نېټه د افغانستان لپاره د ایټالیا پراختیایې ادارې له رئیس ښاغلي مائورو غیرتي، سره وکتل.
په دې کتنه کې چې د ملکي هوایې چلند ادارې لوی رئیس ښاغلي محمد قاسم وفایې زاده هم شتون درلود دواړو لوریو د هرات نړیوال هوایې ډګر په پراختیا، د یاد هوایې ډګر د څلورو تخنیکي مطالعو په بررسي او څیړنې او یو شمېر نورو اړوندو مسایلو په اړه خبرې وکړې او د څلورو مطالعاتي برخو څخه یو یې د ناستې له لوري ومنل شوه.
د مالیې وزارت سرپرست وویل چې باید په افغانستان کې د میشتو ناټو ځواکونو او ترانسپورټ وزارت سره ناسته وشي څو په دې برخه کې د یادو ادارو تر منځ بشپړه همغږۍ رامنځته شي.
د افغانستان لپاره د بریټانیا پراختیایې ادارې رئیس وویل چې د هرات نړیوال هوایې ډګر د پراختیا څرنګوالی د افغانستان حکومت پورې اړه لري. نوموړي زیاته کړه چې موږ د افغانستان حکومت پروپوزل ته په تمه یو او د اړتیا وړ لګښت ته یې بشپړ چمتو والی لرو.
د مالیې وزارت سرپرست وویل چې یاد هوایې ډګر ته باید اقتصادي پلان چمتو شي چې په دې پلان کې پروازي او عوایدي اړخونه په پام کې ونیول شي. نوموړي زیانه کړه چې اړوندې ادارې د شته ستونزو د حلولو په موخه یو ځای کار وکړي، څو د یاد میدان پراختیا په سمه توګه او په ټاکل شوي وخت تر سره شي.
