د افغانستان برښنا شرکت مدیره پلاوي د دې شرکت مالي ستونزو په حلولو خبرې وکړې

admin_mof
Thu, Apr 16 2020 4:17 PM
خبر

د افغانستان برښنا شرکت مدیره پلاوي غونډه نن د وري میاشتې په ۲۸ مه نېټه د مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال په مشرۍ په مالیې وزارت کې جوړه شوه.
په دې غونډه کې چې د افغانستان برښنا شرکت مدیره پلاوي شتون درلود، په پیل کې د تېرې غونډې صورت جلسه تائید شوه او د افغانستان برښنا شرکت اجرائیوي رئیس ښاغلي امان الله غالب په ۱۳۹۹ کال کې د دې شرکت په ستونزو او تدارکاتي پلان غونډې ته معلومات وړاندې کړل.
ښاغلي غالب وویل چې د کرونا ویرس خپریدل او د سوداګریزو او استوګنیزو برخو له لوري د ورکړې کموالی د یاد شرکت په عوایدو باندې منفي اغیزه کړې او په اوس وخت کې یې یاد شرکت له مالي ستونزو سره مخ کړی دی. نوموړي زیاته کړه د هغې هوکړې له مخې چې افغانستان یې د برښنا ورکوونکو هیوادونو سره لري باید د وارداتي برښنا پیسې په خپل وخت سره وکړو او دا هغه مهال امکان اري چې موږ د شرکت عواید په نورمال ډول را ټول کړو.
په دې غونډه کې د افغانستان برښنا شرکت مدیره پلاوي دې پریکړې ته ورسیدل چې د یادې ستونزې د هوارولو لپاره باید درې موضوګانې تر بررسۍ لاندې ونیول شي. لومړی باید د افغانستان حکومت له دیپلوماتیکو لارو څخه د برښنا صادرلو هیوادونو په ځانګړی توګه ازبکستان سره مذاکره وکړي څو د برښنا پیسو په اخیستلو کې له ځان څخه انعطاف پذیزي وښیې څو د افغانستان برښنا شرکت باندې فشار را کم شي، دویم د افغانستان حکومت له سیستکا سره باید خبرو ته دوام وکړي څو هغوې د امنیتي ځواکونو د برښنا پیسې ورکړي او درېمه دا چې د افغانستان برښنا شرکت د پخوا په څیر د برښنا بلونو ویش ته دوام وکړي او خلکو ته عامه پوهاوی ورکړی شي څو په نورمال ډول د برښنا دوام لپاره خپلې پیسې په خپل وخت سره تصفیه کړي

خبر

همداشان غوندې ټینګار وکړ چې د افغانستان برښنا شرکت بیړني حالت ته په کتو سره یاد وضعیت ته د رسیدو لپاره په مشخصو پروګرامونو کار وکړي. او یاد شرکت دې د انرژۍ د ضایعاتو مخه ونیسي او اداري غیر ضروري لګښتونه دې را کم کړي، مالیې وزارت به هم د پخوانۍ هوکړې له مخکې د دولتي ادارو پورونه د دې ادارو له بودیجې څخه ورکړي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS