د مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست د د کلیو بیا رغونې او پراختیا له وزیر سره په هیواد کې د ۶ زره ښوونځیو جوړولو پروژې په بودیجوي مسائلو خبرې وکړې
د مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال نن د غویي میاشتې په ۳ مه نېټه د کلیو بیا رغونې او پراختیا له وزیر ښاغلي مجیب الرحمن کریمي سره په مالیې وزارت کې وکتل.
د پیل کې د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزیر د مالیې وزارت سرپرست ته د ۶ زره ښوونځیو د جوړولو پروژې د کار پرمختګ په اړه معلومات ورکړل. نوموړي وویل چې اوس مهال د هیواد په کچه په ۱۵۰۰ ښوونځیو کار روان دی چې له دې ډلې څخه د ۷۱۵ ښوونځيو کار بشپړ شوی څو پوهنۍ وزارت ته وسپارل شي. نوموړي زیاته کړه د نورو ښوونځیو د کار پیل لپاره اړینه څو د نړیوال بانک سره د قرارداد مطابق درېمه اداره وټاکل شي چې د رغول شویو ښوونځیو د کیفیت بررسي وکړي او خپل راپور نړیوال بانک ته وسپاري څو نړیوال بانک د نویو ښوونځیو لپاره پیسې ځانکړې کړي. ښاغلي کریمي له مالیې وزارت څخه غوښتنه وکړه څو ژره تر ژره د درېمې ادارې په ټاکلو کې همکاري وکړي چې وکولی شي د نورو ښوونځیو د جوړولو بله لړۍ پیل کړي.
همداشان د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزیر وویل چې په هیواد کې د ښوونځیو جوړولو لپاره سعودي عربستان د ۵۰ میلیونه امریکایې ډالرو د اسانه پور ژمنه کړې وه، نوموړي زیاته کړه چې د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت چمتو دی څو د یادو پیسو د تر لاسه کولو څخه وروسته د ښوونځیو کار پیل کړي. په دې برخه کې یې د مالیې وزارت له سرپرست څخه غوښتنه وکړه څو د یادو پیسو تر لاسه کولو لپاره له سعودي عربستان سره تخنیکي مسائل حل کړي.
د مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست د کلیو بیا رغونې او پراختیا له وزیر څخه مننه وکړه او وویل چې د ښوونځیو جوړولو پروژه کې د دواړو اداره تر منځ ښه همغږي شتون لري.
د مالیې وزارت سرپرست وویل چې خپلو تخنیکي همکارانو ته به هدایت ورکړي څو نړیوال بانک سره د قرارداد مطابق د بررسۍ لپاره درېمه اداره وټاکي او له سعودي عربستان سره به هم د ۵۰ میلیونه امریکایې ډالرو د اسانه پور مسئله تعقیب او پایله به یې د کلیو بیا رغونې او پراختیا له وزارت سره شریکه کړي.
