د مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست د افغانستان د سوداګرۍ او صنایع خونې له لومړي مرستیال او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د عامل پلاوي له رئیس سره د افغانستان د تولیداتو صادرولو لپاره په ګمرکي اسانتیاو خبرې وکړې

admin_mof
Mon, Jun 15 2020 10:44 AM
خبر

 

د مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال د غبرګولي میاشتې په ۲۵ مه نېټه د افغانستان د سوداګرۍ او صنایع خونې له لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مومند او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د عامل پلاوي له رئیس ښاغلي سید زمان هاشمي سره په مالیې وزرت کې وکتل.

په دې لیدنه کې د مالیې وزارت سرپرست له دوی سره په ګمرکونو کې په شته ستونزو، د افغانستان تولیداتو صادرولو لپاره د اسانتیاو په جوړیدو او تیر (TIR) ترانزیټ سیستم په اړه بحث او د نظرونو تبادله وکړه.

په کې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایع خونې لومړي مرستیال د ګمرکونو په برخه کې د خصوصي سکټور د ستونزو په اړه خبرې وکړې. نوموړي زیاته کړه چې مالیې وزارت دې له خصوصي سکټور او ملي سوداګرو سره په دې برخه کې همکاري او مرسته وکړي. همداشان لومړي د افغانستان د کرنیزو محصولاتو صادرولو لپاره د اسانتیاو رامنځته کیدو په اړه خبرې وکړې و ویې ویل چې په نږدې راتلوونکې کې د افغانستان د میو او سبزیو فصل رسیږي او دې محصولاتو د صادرولو لپاره د نورو هیوادونو سره باید خبرې وشي او په دې برخه کې دې مالیې وزارت همکاري وکړي.

همداشان نوموړي د تیر (TIR) ترانزیټ سیستم په اړه خبرې وکړې. نوموړي وویل چې تیر سیستم یو نړیوال ترانزیټي سیستم دی چې له دې لارې ترانزیټ معیاري کیږي او له افغانستان سره د فساد په کمولو کې مرسته کوي.  افغانستان کولی شي له دې سیستم څخه ګټه واخلي. نوموړي په دې برخه کې د اړتیاو پوره کولو، د اړتیا وړ قوانینو او د اړوندې زیربناء غوښتنه وکړه.

د مالیې وزارت سرپرست وویل چې موږ د خصوصي سکټور د ستونزو په ځانګړی ډول له فساد سره د مبارزې په برخه کې هر اړخیزه همکاري کړې او کو یې. نوموړي د ګمرکي کنټرول مرکزي سیستم د پرانېستې په اړه چې د فساد په کمولو کې د پام وړ رول لري او وړمه ورځ پرانېستل شو، معلومات ورکړل او زیاته یې کړه چې د دې مرکز په پرانېستلو سره د هیواد ټول ګمرکونه په اړوندو تجهیزاتو لکه د ډیجیټلي تلو نصبول، سکنرونه او کمرو باندې سمبال کیږي، خو له فساد سره د مبارزې په برخه کې د خصوصي سکټور همکارۍ ډیره مهمه ده.

د مالیې وزارت سرپرست زیاته کړه چې د افغانستان د تولیداتو صادرول زموږ له مهمو لومړیتوبونو څخه دي چې باید د نورو ادارو او خصوصي سکټور سره په همغږۍ له نورو هیوادونو سره خبرې وشي څو د افغانستان صادراتو ته مناسب بازار پیدا شي و او اړینې اسانتیاوې را منځته شي مالیې وزارت به په دې برخه کې لازمه مرسته او همکاري وکړي.

 ښاغلي ارغندیوال د تیر سیستم په اړه وویل چې باید خصوصي سکټور د ګمرکونو له تخنیکي ټیم سره په دې اړه خبرې وکړي او د یادې موضوع د ټولو تخنیکي اړخونو په اړه بحث او خبرې وکړي.

خبر

د دې ناستې په پای کې، خصوصي سکټور وړاندیز وکړ چې د مالیې وزارت سرپرست دې د ویډیو کنفرانس له لارې یا هم په حضوري ډول د ولایتونو له ټولو سوداګریزو خونو سره د دوی ستونزو ته د رسیدنې په موخه خبرې وکړي.

د مالیې وزارت سرپرست وویل چې د ټولو یادو خونو سره به وګوري او ستونزو ته به یې رسیدنه وکړي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS