د مالیې وزارت مالي مرستیال د تصدیو لوی ریاست او د کابل ولایت له مستوفیت څخه لیدنه وکړه
د مالیې وزارت مالي مرستیال ښاغلي عبدالحبیب ځدراڼ، د تصدیو لوی ریاست او د کابل ولایت له مستوفیت څخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د یادو برخو د کاري برخو او څانګو د لیدنو ترڅنګ یې د هغوی د کارونو پر وړاندې شته ستونزې له نږدې واورېدې او د حل لپاره یې مسؤلینو ته اړینه لارښوونه وکړه. همدا شان د مالیې وزارت مالي مرستیال د کابل مستوفیت او تصدیو لوی ریاست کارکوونکو او مسؤلینو ته د کارونو ښه کولو او غوره خدمتونو وړاندې کولو په هکله اړینې لارښوونې او سپارښتنې ورکړې.

