د افغانستان او ایران ترمنځ د بین الحکومتي کمیسیون د شپږمې ناستې لپاره د چمتو والي ناسته ترسره شوه

admin_mof
Tue, Feb 23 2021 11:50 AM
خبر

د افغانستان او ایران ترمنځ د بین الحکومتي کمیسیون شپږمې ناستې د چمتو والي په موخه ناسته د مالیې وزارت د پالیسۍ مرستیال ښاغلي نذیر کبیري په مشرۍ  د کب میاشتې په ۴ مه نېټه د وزارتونو او سکتوري ادارو په ګډون د یاد وزارت په خیبرهال  کې جوړه شوه .

په پیل کې د مالیې وزارت د پالیسۍ مرستیال د اړوندو ادارو د غړو له ګډون څخه د مننې ترڅنګ، د افغانستان اسلامي جمهوریت او ایران د اقتصادي اړیکو، د افغانستان حکومت له لید لوري د سیمه اییز اتصال، له ګاونډیانو سره د دوه اړخیزه اړیکو د ارزښت، د هیواد اقتصادي جغرافیه او اړوندو مسائلو په تړاو معلومات وړاندې کړل.

په دغه ناسته کې د افغانستان او ایران ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د ګډ اقتصادي کمیسیون د شپږمې ناستې د پرتوکول مسوده چې د سوداګرۍ، پانګونې، کرنې، ټولنیزو چارو، اوبو او انرژۍ، کانونو، لوړو زده کړو، کلتور، هنر، لیږد رالیږد،اړیکو، روغتیا او  ورته نور مهم مسائل چې د دوه اړخیزې همکارۍ په سند کې د وزارتونو او سکتوري ادارو له خوا وړاندیز شوي و  مطرح شول چې د ګډونوالو له خوا تربحث لاندې ونیول شول 

خبر

د ناستې به پای کې پریکړه وشوه چې اړوند وزارتونه او سکتوري ادارې به د دغو وړاندیز شویو موضوعاتو په اړه تخنیکي او حقوقي بحث وکړي ، تر څو دغه سند بشپړ او د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو په شپږم ګډ مجلس کې لاسلیک ته وړاندې شي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS