د کندهار ولایت د ګمرک او مستوفیت د وضعیت ارزولو په موخه دې ولایت ته د مالیې وزارت د سرپرست سفر

admin_mof
Mon, Mar 08 2021 1:23 PM
خبر

د مالیې وزارت سرپرست ښاغلي محمد خالد پاینده، د کب میاشتې په ۱۷ مه نېټه کندهار ته د دې ولایت د ګمرک او مستوفیت د ارزولو په موخه سفر وکړ.

په دې سفر کې یې لومړی د کندهار له والي ښاغلي روح الله خانزاده، سره د یاد ولایت د ګمرک او مستوفیت د ارزونې په تړاو خبرې او د نظر تبادله وکړه.

همدا شان یې د لیدنو په لړ کې د خصوصي سکټور له استازو او ملي سوداګرو سره په لیدنه کې دوی ته د اسانتیاوو په رامنځته کولو، د ډیجیټلي تلو د وضعیت ارزولو، ملي عوایدو، د ګمرکي تعرفې په یوشان کولو او دې ته ورته نورو اړینو موضوعاتو په تړاو خبرې او د نظر تبادله وکړه.

د مالیې وزارت سرپرست د خصوصي سکټور د استازو او ملي سوداګرو د ستونزو او وړاندیزونو له اورېدو وروسته، دوی سره ژمنه وکړه، چې د هیواد نافذه قوانینو او مالي امکاناتو په پام کې نیولو سره به یې ستونزو ته رسېدنه وشي.

خبر

په پای کې د مالیې وزارت سرپرست د کندهار ولایت له ګمرک او مستوفیت څخه لیدنه وکړه او د شته ستونزو لپاره یې اړوندو مسؤلینو ته اړینې لارښوونې هم ورکړې.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS