د افغانستان د سولې او پراختیا ملي چوکاټ دویم سند سیمینار په لوړه کچه ترسره شو
د مالیې وزارت پالیسۍ معینیت نن د وزارتونو او خپلواکو دولتي ادارو لوړ پوړو استازو ته د افغانستان د سولې او پراختیا ملي چوکاټ دویم سند وړاندي کړ.
په پیل کې د مالیې وزارت د پالیسۍ مرستیال نذیر کبیري، د دولتي ادارو له استازو مننه وکړه او د افغانستان د سولې او پراختیا ملي چوکاټ دویم سند په تړاو یې خبرې وکړې.
همداشان د مالیې وزارت پالیسۍ معینیت د اقتصادي پالیسیو او پروګرامونو د تحلیل رئیس عندلیب مشتري، د افغانستان د سولې او پراختیا ملي چوکاټ دویم سند په تړاو ترتیب کړی پرېزینټېشن ګډونوالو ته وړاندي کړ.
د مالیې وزارت د پالیسۍ مرستیال د دولتي بنسټونو له ګډونوالو په مننه، د افغانستان د سولې او پراختیا ملي چوکاټ دویم سند (ANPDF-2) د تحقق په څرنګوالي، د باالقوه وړتیاوو د ارزونې په څرنګوالي، د افغانستان د ودې او پراختیا او اغېزمن پروګرام جوړونې په تړاو ازاد بحثون پیل کړل، چې یو شمېر ادارو هم خپل نظرونه ورسره شریک کړل.
په پای کې له ټولو ادارو څخه غوښتنه وشوه، چې د دې مسئلې په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه په لیکلي بڼه د پالیسۍ له معینیت سره شریک کړي.
