د ۱۳۹۹ مالي کال پراختیایي او عادي بودیجې قطعیه حساب نهایي شو
مالیې وزارت د ۱۳۹۹ مالي کال پراختیایي، عادي بودیجې او عوایدو قطعیه حساب ترتیب او نهایي کړ او د مالیې وزارت د مشرتابه له لوري منظور شو.
د مالیې وزارت سرپرست محمد خالد پاینده، د پلټنې عالي ادارې له رئیس محمد نعیم حقمل، سره د لیدنې پر مهال د ۱۳۹۹ مالي کال قطعیې حساب په تړاو خبرې او د نظرونو تبادله وکړه او هغه یې په رسمي توګه د پلټنې عالي ادارې ته تسلیم کړه. د مالیې وزارت په دې لیدنه کې د پلټنې عالي ادارې رئیس ته د مالیې وزارت له همغږۍ او همکاریو ډاډ ورکړ.
د افغانستان د اساسي قانون ۹۸ مادې پر بنسټ د تېر مالي کال بودیجې قطعي حساب باید د راتلونکو شپږو میاشتو په اوږدو کې ملي شورای ته وړاندي شي. د مالیې وزارت او د دې وزارت د پلټنې ادارې د هوکړې له مخي اړتیا ده، چې په لومړیو دریو میاشتو کې قطعیه حساب ترتیب او د پلټنې عالي ادارې ته وړاندي شي او د پلټنې عالي اداره یې په ورپسې دریو میاشتې کې وارزوي.
د یادونې وړده چې قطعیه، د منظور شوې بودیجې په پرتله د دولت د بودیجوي واحدونو کلني لګښت بشپړې اجرا ثبتولو ته ویل کېږي، چې ترتیبول یې ملت ته د لګښتونو د تحقق څرنګوالې او حساب ورکولو په موخه د مالیې وزارت له دندو شمېرل کېږي.
