عالم شاه ابراهیمي د عوایدو او ګمرکونو مرستیال وټاکل شو

admin_mof
Sat, Mar 27 2021 3:38 PM
خبر

عالم شاه ابراهیمي، په دې وروستیو کې د جمهوري ریاست عالي مقام د حکم پر بنسټ د عوایدو او ګمرکونو مرستیال په توګه وټاکل شو. نوموړی نن د مالیې وزارت سرپرست محمد خالد پاینده، له لوري د دې وزارت کارکوونکو ته ور وپېژندل شو.

د پېژندنې په دې مراسمو کې، د مالیې وزارت یو شمېر رئیسانو او کارکوونکو ګډون کړی وو. د مالیې وزارت سرپرست د مخکني مرستیال مجیب الرحمن شېرزاد، له کړنو د ستاینې او مننې ترڅنګ، عالم شاه ابراهیمي ته د عوایدو او ګمرکونو تصدۍ ورسپارلو مبارکي وویله. ښاغلي پاینده د مالیې وزارت ټولو کارکوونکو ته لارښوونه وکړه، چې د مالیې وزارت د موخو په ترلاسه کولو او ورسپارل شویو چارو کې دې له نوي ګمارل شوي مرستیال سره هر اړخیزه ملتیا وکړي.

د مالیې وزارت سرپرست زیاته کړه، چې د مالیې وزارت ټول مسؤلین او کارکوونکي باید له فساد سره د مبارزې پر وړاندي کار وکړي او په ۱۴۰۰ مالي کال کې د عوایدو راټولولو په برخه کې ګړندۍ هڅې وکړي. نوموړي زیاته کړه، چې د حکومت او مالیه ورکوونکو ترمنځ دي اړیکې تر پخوا پیاوړي او ټینګې شي.

عالم شاه ابراهیمي، د افغانستان حکومت او مالیې وزارت له باور څخه مننه وکړه او ژمنه یې وکړه، چې په ور سپارل شویو چارو کې به له هیڅ ډول هڅو مخ ونه ګرځوي. نوموړي، له اړوندو کارکوونکو څخه وغوښتل چې د ور سپارل شویو او پرمخ وړونکو چارو په برخه کې دې همکاري ورسره وکړي.

د یادونې وړده، چې عالم شاه ابراهیمي، له دې وړاندي د مالیې وزارت اداري مرستیال په توګه دنده ترسره کوله. نوموړی په دولتي او غیر دولتي ادارو کې له څو کلنې تجربې برخمن دی.

خبر

همداشان د دې حکم له مخې امان الله امین د غیر مالیاتي عوایدو ریاست سرپرست، نثار احمد د هرات ولایت د ګمرک ریاست د سرپرست، محمد یاسین ځاځی د ګمرکونو د پراختیا او حمایت ریاست د سرپرست، محمد عمر مومند د ګمرکونو عمومي ریاست د عملیاتي مرستیال، خسرو انوري د ګمرکونو عمومي ریاست تخنیکي مرستیال، مصطفی خلازایي د عوایدو عمومي ریاست حمایوي مرستیال، مجیب محمد خېل د اسیکوډا د رئیس، مسیح الله محرابي د حقوقي بورډ د رئیس په توګه، وسیم عثماني د ګمرکونو د تعرفې ریاست د سرپرست، تقي سالک د قیمت ګذارۍ د رئیس، شېلا د ګمرکونو عمومي ریاست د پلان ګذاریو، پالیسیو، څارنې او ارزونې ریاست د سرپرستې، او سحر احسان د عوایدو عمومي ریاست د تحقیق، پلان او څارنې ریاست د سرپرستې په توګه ګمارل شوي دي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS