محمد فواد انورزی د افغان تلیکام مخابراتي شرکت عمومي رئیس په توګه وګمارل شو

admin_mof
Mon, Mar 29 2021 8:42 AM
خبر

په دې وروستیو کې د مالیې وزارت د وړاندیز او جمهوري ریاست عالي مقام د حکم پر بنسټ محمد فوا انورزی، د افغان تلیکام مخابراتي شرکت د عمومي رئیس په توګه وګمارل شو. نوموړی نن ورځ د مالیې وزارت سرپرست له لوري د دې شرکت کارکوونکو ته ور وپېژندل شو.

د ښاغلي انورزي، د پېژندنې په مراسمو کې د مالیې وزارت او افغان تلیکام مخابراتي شرکت یو شمېر رئیسانو او کارکوونکو ګډون کړی وو. د نوموړي شرکت نوي ګمارل شوي رئیس د جمهوري ریاست مقام او مالیې وزارت مشرتابه له باور څخه د مننې ترڅنګ، ژمنه وکړه چې ور سپارل شوې چارې به په پوره ریښتینولۍ مخ ته وړي.

خبر

د مالیې وزارت سرپرست؛ ښاغلي انورزي ته د افغان تلیکام مخابراتي شرکت د تصدۍ ورسپارلو له مبارکۍ سره، هیله وښووده چې په یاد شرکت کې به د نوموړي ګمارنه د اصلاحاتو پلي کولو او چارو د پرمختګ سبب وګرځي. نوموړي د دې شرکت له ټولو کارکوونکو وغوښتل چې له نوي ګمارل شوي رئیس سره په چارو کې ترخپلې وسې مرسته او ملتیا وکړي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS