له مرستندویانو سره د افغانستان ژمنې عملي کېږي

admin_mof
Wed, Mar 31 2021 8:38 AM
خبر

د جینوا د هوکړې له مخې د افغانستان د مشارکت چوکاټ (APF) ژمنو پلي کولو څرنګوالې په تړاو د مالیې وزارت د کمېټې درېیمه ناسته نن ورځ په یاد وزارت کې وشوه.

دغه ناسته چې د مالیې وزارت د پالیسۍ مرستیال نذیر کبیري؛ په مشرۍ او اړوندو رئیسانو په ګډون ترسره شوه، په پیل کې د پالیسۍ مرستیال له نړیوالې ټولنې سره د مشارکت په اهمیت ټینګار وکړ او د جمهوري ریاست عالي مقام او کابینې د پرېکړو پر بنسټ د چارو ادارې عمومي ریاست له لوري د (APF) ژمنو پلي کولو او تعقیبولو ګډ مېکانیزم په تړاو یې هر اړخیز معلومات وړاندي کړل.

خبر

همدا شان ګډونوالو د (APF) د پرمختګونو او ژمنو پلي کېدونکو پلانونو په تړاو خپل نظرونه شریک کړل. په پای کې د پالیسۍ مرستیال؛ د مالیې وزارت د بېلابېلو واحدونو د کړنو ستاینه وکړه او په دې برخه کې د لا ډېرو هڅو غوښتونکی شو.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS