د مالیې وزارت مالي مرستیال د څو اړخیزه پانګونې تضمین په برخه کې د نړیوال بانک له معاون سره ولیدل

admin_mof
Wed, Apr 21 2021 9:12 AM
خبر

د مالیې وزارت مالي مرستیال عبدالحبیب ځدراڼ، د نړیوال بانک او پیسو نړیوال صندوق پسرلنیو ناستو په حاشیه کې د څو اړخیزه پانګونې تضمین (MIGA) په برخه کې د نړیوال بانک له معاون هیروشي متانو، او مل ټیم سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې او لیدنه وکړه.

د مالیې وزارت مالي مرستیال په دې لیدنه کې د انرژۍ، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ، ټرانسپورټ، کانونو، کرنې او غذایي موادو د پروسس په برخه کې د خصوصي سکټور پانګونې د فرصتونو په تړاو خبرې وکړې.

خبر

په مقابل کې یې هیروشي متانو، له خپل لوري په افغانستان کې د بهرنیو پانګوالو د هڅونې او د تخنیکي مرستو له لارې د خصوصي سکټور د پانګونې او خصوصي سکټور ته د تضمین برابرولو په برخه کې ډاډ ورکړ.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS