د اړوندو مختلفو ادارو ترمنځ د زېربناوو شریکولو ځانګړې ناسته وشوه

admin_mof
Tue, Jul 06 2021 3:26 PM
خبر

د مالیې وزارت پالیسۍ معینیت عامه پانګونې او زېربنا عمومي رئیسې کبرا توسلي په مشرۍ، چې د کابل ښاروالۍ، د افغانستان برېښنا شرکت، ښاري اوبو رسونې ریاست، افغان تیلیکام شرکت او د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) استازو هم حضور درلود، د زېربناوو شریکولو ځانګړې ناسته وشوه.

په دې ناسته کې له اوولسمې ناحیې سره د یوولسمې ناحیې سړک نښلولو په ډیزاین چې ښایي د کابل ښاروالۍ له لوري ډیزاین شي بحث او خبرې وشوې.

د پالیسۍ معینیت د عامه پانګونې او زېربنا عمومي ریاست، یاده پروژه د دې ناستې په ترڅ کې د اوبو رسونې او ښاري کانالیزاسیون، د افغانستان برېښنا شرکت، ښاري اوبو رسونې ریاست او افغان تیلیکام له شرکت سره شریکه کړې او له اړوندو ادارو یې وغوښتل څو د خپلو پروژو تخنیکي اړخونه او مشخصات د کابل ښاروالۍ ته واستوي ترڅو د یاد سړک د ډیزاین په جوړولو کې کار ترې واخیستل شي.

له پورتنیو یادو شویو ادارو سره د پروژو شریکول د ډیزاین په پړاو کې مرسته کوي، څو انفرادي پلانونه د انفرادي پروژو په چوکاټ کې د یوې واحدې پروژې په چوکاټ کې د واحد پلان په توګه پلي شي او په همدې ترتیب د پورتنیو ذکر شویو پروژو د پلي کولو پر مهال زیاتې پیسې د ادارو له لوري په انفرادي توګه لګول کېږي، وسپمول شي او د کار د ټکني کېدو او بیا ځلي کار مخنیوی وشي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS