د مالیې وزارت سرپرست محمد خالد پاینده، د هرات ولایت له ګمرک څخه لیدنه وکړه

admin_mof
Thu, Jul 08 2021 8:02 AM
خبر

د مالیې وزارت سرپرست د هرات ولایت له ګمرک څخه لیدنه وکړه. نوموړي د دغې لیدنې تر څنګ د صادراتي محصولاتو د اسنادو واحد مرکز په پرانیسته کې هم ګډون وکړ. دغه مرکز د مالیې وزارت سرپرست محمد خالد پاینده، د هرات والي ستر پاسوال عبدالصبور قانع، د سوداګرۍ او صنعت وزیر نثار احمد غوریانی، د صادراتو په چارو د ولسمشر سلاکار او یو شمېر سوداګرو لخوا پرانیستل شو.

د مالیې وزارت سرپرست محمد خالد پاینده، د هېواد له صادراتو د مالیې وزارت ملاتړ په ډاګه کړ او زیاته یې کړه، چې موږ د اقتصادي غوړېدا او پراختیا، ملي سوداګرو د ستونزو هواري او د صادراتو او وارداتو ترمنځ د توازن رامنځته کېدو او تعرفه یی اسانتیاوو ته اړتیا لرو او باید چې دغه برخه پیاوړې شي.

د مالیې وزارت سرپرست له دې پرانیستنې وروسته په ناڅاپي ډول د هرات ولایت ګمرک ته ورغی او هلته یې د ګمرک له مسؤلینو سره د لیدنې ترڅنګ د بار وړونکو موټرو او سوداګریزو توکو چې ټاکل شوې وه ولېږدول شي، لیدنه وکړه.

خبر

په دې ناڅاپه لیدنه کې، چې د قانون د تنفیذ رئیس یې ملتیا کوله، هغه خلکو او موټرونو چې غوښتل یې خپل توکي له مالیې پرته ولېږدوي، د نورو اجراتو په موخه د قانون د تنفیذ د رئیس له لوري ودرول شول. همدې حال کې د مالیې وزارت سرپرست، د عواید او مالیې په د را ټولولو تر څنګ ژمنه وکړه، هغه کسان چې په دې مسله کې له خپلې وظیفوي موقف څخه سوی استفاده کوي او یا وظیفوي غفلت یې کړی وي، له دندې به لرې او قانون منګولو ته به وسپارل شي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS