د زیر بناوو د شریکولو تخنیکي بورډ دوهمه ناسته ترسره سوه

admin_mof
Thu, May 19 2022 7:02 PM

د زیر بناوو د شریکولو تخنیکي بورډ دوهمه ناسته د مالیې وزارت د پالیسي معینیت د پانګونې او زیربنا عمومي ریاست سرپرست محمد صابر نثار په مشرۍ او د وزارتونو او ادارو د زیربنایی استازو په ګډون د مالیې وزارت په خیبر صالون کي ترسره سوه.

دغه ناسته چې د قرآن عظیم الشان په تلاوت پیل سوه، په پيل کي د تیرې ناستې ارزونه وسوه او ورپسې د زیر بنا شریکولو د مقرره مسودې په اړه پریزنټیشن وړاندې سو.

دغه ناسته د وزارتونو او سکټوري ادارو ترمنځ د هم لوریو پروژو پیژندلو، د یو واحد پلان په توګه د څو پروژو د تطبیقي پلانونو  یو ځای کولو او د دولت د مالي وجوې د بې ځایه مصرف څخه د مخنیوي په موخه جوړه سوې وه.

همدا رنګه د اوبو رسونې او فاضلاب دولتي شرکت د تطبیق او نظارت امر د یاد شرکت د راتلونکو پلانونو او فعالیتونو په تړاو ګډونوالو ته معلومات وړاندې کړل.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS