تورخم ګمرک کي د ښځینه وېښتانو لسګونه بوجۍ ونیول سوي

admin_mof
Wed, Sep 21 2022 11:55 AM
خبر

د مالیې وزارت د ګمرکونو د ساتني او ځانګړو عملیاتو تنفیذي قطعې مېړنیو سرتېرو تېره ورځ د ننګرهار تورخم ګمرک کي د قاچاق د مخنیوي په یوه نادره پېښه کي د ښځینه د سر وېښتانو لسګونه بوجۍ کشف او ترلاسه کړي دي.

دغه په لسګونو بوجۍ ښځینه وېښتان چي په پټه ګاونډي هیواد ته قاچاق کېدل د ګمرکونو د سرښندونکو ځواکونو له لوري نیول سوي، چي په بېلابېل ډوله بار وړونکو موټرونو کي ځای پر ځای سوي وو. د تورخم ګمرک د مسؤلینو په خبره ویل کېږي، چي د وېښتانو ترڅنګ په ستره کچه د هیواد قیمتي ډبري هم ترلاسه سوي دي. د دې ترڅنګ په سپین بولدک سرحدي ګمرک کي ۱۰ کارتنه درمل چي پرته له ګمرکي محصول ورکولو هيواد ته واردېدل کشف او نیول سوي دي.

خبر

د یادوني وړ ده چي د انسان د سر وېښتانو پېر، پلور او قاچاق د انساني کرامت او حرمت ته په کتو شرعاً او قانوناً ممنوع دئ.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS