د ماليې وزارت اړوند د هوټلونو دولتي شرکت لاسته راوړني

admin_mof
Mon, Dec 05 2022 3:28 PM

د هوټلونو دولتي شرکت یو انتفاعي دولتي شرکت دي، چي له نیمې پیړۍ راهیسي کورنیو او بهرنیو میلمنو ته د هوټل دارۍ په برخه کي خدمات وړاندي کوي، دغه شرکت په تېر یوه کال کي ګڼي لاسته راوړني لري. 

مالي اواداري برخه 

 د مزار هوټل، سپوږمۍ کافي، باغ بالا رسټورانټ او هلمند بُست هوټل د مشارکت او پانګوني قراردادونه لاسلیک کول؛  

 د ۱۳۹۹ل مالي کال بېلانس د (IFRS) په سیسټم ترتیب او تائید ول؛

 د شرکت لپاره د ویب سایټ مالي عصري سیسټم (کویک بوکس) قرارداد لاسلیک کول؛ 

 د ظرفیت لوړوني کړنلاره ترتیبول.

عملیاتي برخه

• سپوږمۍ رسټورانټ او ستالف هوټل په عصري وسایلو سمبال او اساسي فعالیتونه پکښي پیلول؛ 

• د هوټلونو خدماتو د څارني او ارزوني کړنلاره ترتیبول؛ 

• د نورو ادارو له تصرفه د (هلمند بُست هوټل، باغ بالا رسټورانټ، کندهار هوټل او ستالف هوټل) جایدادونه راګرځول

 سوداګريزه برخه

o د ترتیب سوي پلان پر بنسټ مزار هوټل ته د (۹۲۰) میلیونو افغانیو په ارزښت د خصوصي پانګې جذب، چي د پروژې ودانیزې چاري یې عملآ رواني دي؛

o د باغ بالا رسټورانټ او باغ بالا فارم کي د مالیې وزارت د املاکو ریاست سره په مشترک ډول د (۲۶۶) میلیونه افغانیو په ارزښت د خصوصي پانګي جذب؛ 

o د پنځه کلن (ستراټېژیک پلان) ترتیبول؛

 حقوقي برخه

 د مالیې وزارت تر ملکیت او دولتي شرکتونو د قانون تر چتر لاندي د هوټلونو دولتي شرکت د پاتې کېدلو د دفاعيې ترتیب؛

۲- د سپوږمۍ کافي د قرارداد د فسخې لپاره د د فاعیې چمتو کول؛

یادونه: د هوټلونو دولتي شرکت په پام کي لري، چي په راتلونکو کلونو کي خپل ټول جایدادونه فعاله او یو شمېر هیوادوالو ته د کار زمینه برابره کړي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS