د مالیې وزیر د صنعت او سوداګرۍ له وزیر سره وکتل
د مالیې وزیر الحاج ملا محمد ناصر اخند تېره ورځ د صنعت او سوداګرۍ له وزیر الحاج نورالدین عزیزي سره د ماليې وزارت په مقام کي وکتل.
په دې کتنه کي د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر، الحاج ملا محمد ناصر اخند ته د مالیې وزارت د سرپرست وزیر په توګه د ټاکل کېدو له امله تر مبارکۍ ویلو وروسته، دواړو خواوو د مسلکي قراردادي اشخاصو پر ګمارلو، د صنعت او سوداګرۍ ریاست سره د ولایتي مستوفیتونو په همغږۍ، د حوالو پر اجراء او د صنعتي پارکونو د ساتني او څارني امریت په فعالولو خبري او سلا مشورې وکړې.