پرعایداتو د مالیاتو قانون، د عوایدو طرزالعملونه او بررسۍ او سکتاس سیسټم روزنیزو پروګرامونو فارغانو ته تصدیق پاڼې ووېشل سوې

admin_mof
Wed, Jun 21 2023 10:03 AM
خبر

د مالیې وزارت د بشري سرچینو ریاست د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د مرکزي زون د ولایتونو مستوفیتونو (۵۵) تنو کارکوونکو ته چې پر عایداتو د مالیاتو قانون، د عوایدو د طرزالعملونو او بررسۍ او د سکتاس سیسټم په تړاو له روزنیز پروګرام څخه فارغ سوي وو، تصدیق پاڼې ورکړې.
په دغه پروګرام کې چې د ګمرکونو په ملي اکاډمۍ کې ترتیب سوی وو، د بشري سرچینو رئیس مولوي احمدشاه شاکر، د عوایدو لوی ریاست حمایوي مرستیال حافظ شاه حسین حسیني، د ولایتي عوایدو د انسجام او پراختیا رئیس انجنیر عبدالله حیدري، د بشري سرچینو د روزنې او ظرفیت لوړونې آمر محمد انس مجاهد او د ګمرکونو ملي اکاډمۍ آمر بلال احمد احدي ګډون کړی وو.
د دغه پروګرام د پای په مراسمو کې د بشري سرچینو رئیس ګډونوالو ته په بریالي ډول د دغه پروګرام د ترسراوي مبارکي وویله او زیاته یې کړه، که خپل مسلکي وړتیا او ظرفیت لوړ نه کړئ، تاسو به ونسئ کولای چې خپل کارونه په مسلکي او احسن ډول ترسره کړئ؛ نو پر دې پروګرام چې نن پای ته ورسېده بسنه مه کوئ او هڅه وکړئ چې ورځ تر بلې خپل ظرفیت لوړ کړئ او هېواد او خلکو لپاره د خدمت جوګه وګرځئ.

خبر

همدارنګه حافظ شاه حسین حسیني وویل، الله (ج) ته هغه کس لوړ مقام او مرتبې لري، چې د تقوا درلودونکی وي، نو لازمه ده چې د خپل مسلکي ظرفیت د لوړولو ترڅنګ تقوا هم ولرئ او خپل کارونه د اسلامي نظام د خدمت، خلکو سره د ښه چلند او د الله تعالی د رضا لپاره پر مخ یوسئ.
د پکتیکا ولایت د عوایدو آمر احمد ضیاء صدیقي د غونډې د ګډونوالو په استازیتوب د دغه پروګرام له چمتو کوونکو مننه وکړه او یادونه یې وکړه چې په دغه پروګرام کې وړاندې سوي درسونه د ګډونوالو لپاره یوه غوره او ارزښتناکه لاسته راوړنه ده، چې کولای سي د کارونو په ښه ترسراوي کې ترې ګټه پورته کړي.

خبر

انجنیر عبدالله حیدري وویل، خوښ یم چې د دغه مهم پروګرام په پای غونډه کې ګډون کوم او تاسو په ولایتونو کې د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست او بشري سرچینو ریاست استازي یاست، له تاسې څخه غواړم هغه څه مو چې زده کړل د خپلو همکارانو سره شریک او خپل کار په مسلکي توګه ترسره کړئ.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS