په مالیې وزارت کي د ګمارني په موخه د مرکز د غوره پوهنتونونو له ممتازو فارغ سوو محصلینو څخه ازموینه واخیستل سوه

admin_mof
Tue, Aug 01 2023 3:19 PM
ofv

په مالیې وزارت کي د مسلکي کدرونو د جذب، کار اهل کار ته د سپارلو او د یوې تلپاتي مسلکي ادارې د رامنځته کولو په موخه د مرکز کابل د غوره پوهنتونونو د (۱۴۰۰ او ۱۴۰۱) هجري لمریز کلونو له (۳۲۰) تنو فارغ سوو ممتازو محصلینو څخه ازموینه واخیستل سوه
د ازمويني په دې پروسه کي د مالیې وزیر الحاج ملا محمد ناصر اخند، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه، د مالیې وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس الحاج انجنیر سلطان محمد زبیر، د دې وزارت د بشري سرچینو رئیس مولوي احمد شاه شاکر، د یادو وزارتونو یو شمېر مسؤلینو، فارغ سوو محصلينو او رسنیو ګډون کړی وو.
د مالیې وزارت د بشري سرچینو رئیس مولوي احمد شاه شاکر د ازمویني د پروسې اړوند معلومات وړاندي کړل او زیاته ئې کړه، چي د مالیې وزارت تل هڅه کوي تر څو کار اهل کار ته وسپاري، چي پر همدي بنسټ د مالیې وزارت د رهبرۍ له هدایت سره سم ئې د لوړو زده کړو وزارت سره په همغږۍ، د مرکز د ممتازو محصلینو څخه د ازمویني او په مالیې وزارت کي د مسلکي کدرونو د ګمارني دغه پروسه په لاره اچولې ده.
د مالیې وزیر الحاج ملا محمد ناصر اخند فارغ سوو محصلینو ته په خظاب کي وویل، چي هیواد ستاسو په څېر ممتازو او استعداد لرونکو ځوانانو ته اړتیا لري؛ تر څو د خپلي پوهي او وړتیا په مټ د هیواد د ابادۍ او پرمختګ لپاره صادقانه هڅي وکړي.
د لوړو زده کړو وزارت د علمي چارو معین دوکتور لطف الله خیرخواه وویل، چي د مالیې وزارت په غوښتنه ئې د مرکز ممتاز فارغین په دغه وزارت کي د ګمارني په موخه معرفي کړي، چي د ازمویني له شفافي پروسې وروسته به بریالي کسان د دغه وزارت په خالي بستونو کي په دندو وګمارل سي. ښاغلي خیرخواه زیاته کړه، چي دغه پروسه د هر ډول قومي، ژبني او سمتي تبعیض پرته په پوره روڼتیا سره د وړتیا اصل ته په کتو ترسره کېږي. او په مالیې وزارت کي د ګمارني یواځینی معیار ئې د معتبرو پوهنتونونو د ممتازو محصلینو لپاره په دغه ازموینه کي بریالیتوب دئ.
د ازمویني ګډونوالو هم د ازمویني د رڼې پروسې له امله خوښي څرګنده کړه او د مالیې وزرات له رهبرۍ او مسؤلینو څخه ئې مننه وکړه، چي محصلینو ته ئې د دندو فرصتونه برابر کړي دي.

خبر

د یادوني وړ ده، چي د مالیې وزارت تل هڅه کوي، چي د شفافو پروسو له لاري په اړوندو برخو کي مسلکي اشخاص په دندو وګماري او په راتلونکي کي به هم د ورته پروسې په څېر د دندو فرصتونه برابر کړي؛ تر څو د هیواد مسلکي کدرونه د یوې مسلکي ادارې په مټ

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS