د روان کال د چنګاښ په میاشت کي د ولایتي ګمرکونو د تر سره سوو فعالیتونو تخنیکي ارزونه وسوه

admin_mof
Mon, Aug 07 2023 5:59 PM
خبر

د روان کال د چنګاښ په میاشت کي د ولایتي ګمرکونو د تر سره سوو فعالیتونو د تخنیکي ارزوني ناسته نن د ګمرکونو او عوایدو معین ښاغلي ملا عبدالقاهر ادریس په مشرۍ د یاد معینیت د غونډو په تالار کي جوړه سوه.
په دې ناسته کي، چي د ګمرکونو لوی رئیس ښاغلي الحاج مفتي عبدالمتین سعید، د ګمرکونو لوی ریاست مرستیالانو، رئیسانو او د ویډیو کنفرانس له لاري د ولایتي ګمرکونو مسؤلینو ګډون کړی وو، په پیل کي د ګمرکونو او عوایدو معین ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ اداري سلسله مراتبو ته په کتو سره له خپلو مسؤلینو څخه د اطاعت، په سمه توګه د اړوندو چارو د تر سره کولو، له مراجعینو سره د ښه سلوک، د کارکوونکو تر منځ د لازمي همغږۍ، د باور فضاء د رامنځته کېدو او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه ئې د ولایتي ګمرکونو مسؤلینو ته لازمي سپارښتني وکړې.
له اجنډاء سره سم د ګمرکونو لوی ریاست د پلان جوړوني، پالیسۍ، څارني او ارزوني رئیس ښاغلي محمد وسیم عثمان له لوري د روان مالي کال د چنګاښ په میاشت کي په ګمرکونو کي د تر سره سوو فعالیتونو په تړاو ټولیز راپور وړاندي سو او همدا راز په همدې موده کي د عوایدو راټولېدو، د هیواد په ټولو ګمرکونو کي تر سره سوې سوداګري، د وارداتي توکو ګمرکي ارزښت او د سوداګریزو محمولو د شمېر او ثبت سوي وزن په اړه غونډي ته بشپړ معلومات وړاندي کړل.
د غونډي ګډونوالو هم د یاد راپور په اړه هر اړخیز بحث وکړ او د چارو د لا ښه والي لپاره ئې د ولایتي ګمرکونو مسؤلینو ته لازمي سلا مشورې ورکړې.
همداراز د ولایتي ګمرکونو مسؤلینو هم په خپل وار سره په خپلو اړوندو کاري برخو کي د شته ستونزو یادونه وکړه.
د ګمرکونو لوی رئیس د دوی د ستونزو له اورېدو وروسته ډاډ ورکړ، چي ستونزو ته به ئې ژر رسیدنه وسي.

خبر

د یادوني وړ ده، چي د ګمرکونو لوی ریاست په میاشتني، ربعوار او کلني ډول د ټولو ګمرکونو تخنیکي ارزونه کوي څو شته ستونزو ته پر خپل وخت رسېدنه وسي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS