د زېربناوو د شریکوني د تخنیکي بورډ غونډه جوړه سوه

admin_mof
Mon, Nov 20 2023 10:22 AM
خبر

د زېربناوو د مشارکت رئیس او د مالیې وزارت پالیسۍ معینیت د عامه پانګوني د عمومي مشارکت او زېربناوو د ریاست سرپرست، محمد صابر نثار په مشرۍ او د مالیې وزارت اداري معین او پالیسۍ معینیت د کفیل مولوي حمدالله زاهد په حضور او د وزارتونو او خپلواکو ادارو د استازو په ګډون د زېربناوو د شریکوني تخنیکي بورډ غونډه جوړه سوه.
محترم مولوي حمدالله زاهد د دغي غونډي په پرانیستې وینا کي له ګډونوالو څخه د منني ترڅنګ د زېربناوو د شریکوني تخنیکي بورډ د غونډي پر اهمیت هر اړخیزي خبري وکړې او د زېربنایي پروژو د پلي کولو په برخه کي ئې د ادارو په همکارۍ ټینګار وکړ. ورپسې د زېربناوو د مشارکت رئیس محمد صابر نثار د تېري غونډي پرېکړه لیک وړاندي او بیا ئې د سالنګونو، د غور ولایت د سړک، د چین تر پولي پوري د پامیر لنډ سړک د پروژو په اړه خبري وکړې او له اړوندو ادارو څخه ئې وغوښتل، چي د یادي برخي تخنیکي مشخصات دي د بنسټیزو پروژو سره د شریکوني په موخه له اړوندو ادارو سره شریک کړي، تر څو د یوې پروژې په پلي کولو سره د څو پروژو د پلي کېدو چانس برابر سي او د پام وړ سپما رامنځته سي.
ورپسې د ادارو لپاره د درې کلنو او پنځه کلنو پلانونو په ترتیبولو بحث وسو او د ټولګټو او مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارتونو ترمنځ د شریکوني د هوکړه لیک پر بنسټ د زېربناوو د شریکوني د لاسته راوړنو یادونه وسوه. همدارنګه د احصایې او معلوماتو ملي ادارې استازي د معلوماتو د شریکولو په برخه کي د اسانتیا رامنځته کولو په موخه اړوندو څانګو ته د جیوډېټابېس د رامنځته کولو طرحه وړاندي کړه او د زېربناوو د شریکوني د بورډ له ټولو غړو ئې وغوښتل، چي د فایل شیټ او د اړتیا وړ معلومات دي له دغي ادارې سره شریک کړي.

خبر

په پای کي د ښاري اوبو رسوني او فاضلابو دولتي شرکت د خپلو پروژو هغه پنځه کلن پلان، چي د کابل ولایت په سیمو کي پلی کېږي د کابل له ښاروالي سره شریک کړي او د پنجشېر سیند د اوبو د لېږد پروژې او د شاه او عروس بند د پلي کولو پلان دي هم د یوې نیمي میاشتي په موده کي ترتیب او له اړوندو ادارو سره شریک کړي. د کابل محترمه ښاروالي مکلفه سوه، چي د یوې اونۍ په اوږدو کي د خپلو پروژو فایل شیټونه او مشخصات د مخابراتو وزارت او د افغانستان برېښنا شرکت سره شریک کړي؛ تر څو یادي ادارې د هغه پر بنسټ خپل پلانونه ترتیب کړي. د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مکلف سو، چي د هغو (۴۲) مخابراتي پروژو اسناد او معلومات، چي کارونه ئې بشپړ سوي د زېربناوو د مشارکت له ریاست سره شریک کړي.

Latest news

Sun, Jun 29 2025 2:09 PM
Background image

MoF Leads 5 Key IEA – Ministers, 6 Other Bodies for Important Decisions on Tariffs of Numerous Items to Promote Domestic Industry!

 

MoF Leads 5 Key IEA – Ministers, 6 Other Bodies for Important Decisions on Tariffs of Numerous Items to Promote Domestic Industry

 

The third meeting of the ‘Tariff Committee’ for. . .

Thu, May 29 2025 10:37 AM
Background image

MoF’s Statement: World Bank Disburses Its Outstanding $50 mln Loans!

As a result of continuous communication process and discussions on behalf of MoF with the representatives of World Bank (WB), the WB has opened its office in Kabul, and it is now fully. . .

Sun, Apr 13 2025 3:01 PM
Background image

Deputy Minister of Policy of MoF Discusses Bilateral Economic Cooperation with Iranian Delegation!

Deputy Minister of Policy of MoF Discusses Bilateral Economic Cooperation with Iranian Delegation

•    Eng. SM Zubair and M. Reza Nazari emphasized for strengthening bilateral economic. . .

BACK TO NEWS