د زېربناوو د شریکوني د تخنیکي بورډ غونډه جوړه سوه

admin_mof
دوشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۹ - ۱۰:۲۲
خبر

د زېربناوو د مشارکت رئیس او د مالیې وزارت پالیسۍ معینیت د عامه پانګوني د عمومي مشارکت او زېربناوو د ریاست سرپرست، محمد صابر نثار په مشرۍ او د مالیې وزارت اداري معین او پالیسۍ معینیت د کفیل مولوي حمدالله زاهد په حضور او د وزارتونو او خپلواکو ادارو د استازو په ګډون د زېربناوو د شریکوني تخنیکي بورډ غونډه جوړه سوه.
محترم مولوي حمدالله زاهد د دغي غونډي په پرانیستې وینا کي له ګډونوالو څخه د منني ترڅنګ د زېربناوو د شریکوني تخنیکي بورډ د غونډي پر اهمیت هر اړخیزي خبري وکړې او د زېربنایي پروژو د پلي کولو په برخه کي ئې د ادارو په همکارۍ ټینګار وکړ. ورپسې د زېربناوو د مشارکت رئیس محمد صابر نثار د تېري غونډي پرېکړه لیک وړاندي او بیا ئې د سالنګونو، د غور ولایت د سړک، د چین تر پولي پوري د پامیر لنډ سړک د پروژو په اړه خبري وکړې او له اړوندو ادارو څخه ئې وغوښتل، چي د یادي برخي تخنیکي مشخصات دي د بنسټیزو پروژو سره د شریکوني په موخه له اړوندو ادارو سره شریک کړي، تر څو د یوې پروژې په پلي کولو سره د څو پروژو د پلي کېدو چانس برابر سي او د پام وړ سپما رامنځته سي.
ورپسې د ادارو لپاره د درې کلنو او پنځه کلنو پلانونو په ترتیبولو بحث وسو او د ټولګټو او مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارتونو ترمنځ د شریکوني د هوکړه لیک پر بنسټ د زېربناوو د شریکوني د لاسته راوړنو یادونه وسوه. همدارنګه د احصایې او معلوماتو ملي ادارې استازي د معلوماتو د شریکولو په برخه کي د اسانتیا رامنځته کولو په موخه اړوندو څانګو ته د جیوډېټابېس د رامنځته کولو طرحه وړاندي کړه او د زېربناوو د شریکوني د بورډ له ټولو غړو ئې وغوښتل، چي د فایل شیټ او د اړتیا وړ معلومات دي له دغي ادارې سره شریک کړي.

خبر

په پای کي د ښاري اوبو رسوني او فاضلابو دولتي شرکت د خپلو پروژو هغه پنځه کلن پلان، چي د کابل ولایت په سیمو کي پلی کېږي د کابل له ښاروالي سره شریک کړي او د پنجشېر سیند د اوبو د لېږد پروژې او د شاه او عروس بند د پلي کولو پلان دي هم د یوې نیمي میاشتي په موده کي ترتیب او له اړوندو ادارو سره شریک کړي. د کابل محترمه ښاروالي مکلفه سوه، چي د یوې اونۍ په اوږدو کي د خپلو پروژو فایل شیټونه او مشخصات د مخابراتو وزارت او د افغانستان برېښنا شرکت سره شریک کړي؛ تر څو یادي ادارې د هغه پر بنسټ خپل پلانونه ترتیب کړي. د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مکلف سو، چي د هغو (۴۲) مخابراتي پروژو اسناد او معلومات، چي کارونه ئې بشپړ سوي د زېربناوو د مشارکت له ریاست سره شریک کړي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۲ - ۱۴:۳۸
Background image

د بهرنۍ پلټني شرکتونو او د مسلکي زده کړو ښوونیزو بنسټونو ته د فعالیت جوازونه ورکول سول!


د غبرګولي۱۲مه۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د خزاینو لوی ریاست اړوند د افغانستان د مسلکي محاسبینو اداره (CPA) چي د مسلکي محاسبینو د روزني، په دغه برخه کي د جواز ورکولو او د محاسبوي معیارونو د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۰ - ۱۲:۳۲
Background image

د ساتني او ځانګړو عملیاتو تنفیذي قطعې د پلان او اوپراسیون پلاوي د هيواد یو شمېر زونونو ته سفر وکړ!


د غبرګولي ۱۰مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د ساتني او ځانګړو عملیاتو تنفیذي قطعې یو څېړنیز پلاوي، چي مشري ئې د پلان او اوپراسیون مدیر  حافظ مولوي ریاض الله "عبید" کوله؛ د چارو او فعالیتونو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۰ - ۱۱:۵۹
Background image

د کابل ګمرک کارکوونکو ته جوړ سوی روزنیز پرورګرام پای ته ورسېد!

 

د مالیی وزارت د ګمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ له کلني تدریسي پلان سره سم، د کابل ګمرک (۴۴) تنو کارکوونکو ته جوړ سوی (۲۸) ورځنی روزنیز پروګرام پای ته ورسېد.
په دغه پروګرام کي ګډونوالو. . .

BACK TO NEWS