د مالیاتي شخړو د حل بورډ
د مالیاتي شخړو د حل بورډ د مالیاتي چارود اداری قانون د ۱۱۹۸ ګڼې ۲۷ /۸/ ۱۳۹۴ نیټی رسمي جریدی د ۵۵ مادی دحکم پر بنسټ د مالیاتي تصمیمونو په هکله د اعتراض د ارزونی په موخه د مالیې وزارت په چوکاټ کې ایجاد شوې دی.
بورډ د تصمیم نیونې په لحاظ یو متخصص، بی پری او خپواک دی، چې د بورډ د رئیس په ګډون د پنځو غړیو او دارلانشاء درلودنکی دی.
هدف
د مالیاتي عدالت تامینول، د مالیه ورکوونکی قناعت حاصلول او د مالیاتو په ورکړه کې د اطاعت مننې د کچې لوړول.
تشکیلاتي چارټ
د مالیاتي شخړو د حل بورډ د پنځو غړو (یو رئیس او څلور غړي) او د دارالانشاء څخه تشکیل شوي دی، د بورډ غړي هر یو په لاندی برخو کې د تخصص درلودونکي دي.
۱) په اقتصادی چارو کې د بورډ غړی۲) په مالیاتی چارو کې د بورډ غړی۳) د خصوصی سکټور په چارو کې د بورډ غړی۴) په حقوقی چارو کې د بورډ غړی۵) په محاسبوی چارو کې د بورډ غړی
د مالیاتي شخړو د حل د بورډ رئیس د بورډ د غړو له منځ څخه د جمهور رئیس لخوا ټاکل کېږي، د بورډ د غړو د کار دوره پنځه کاله ده او د راروستیو دورو لپاره د شرایطو د لرلو په صورت کې تمدیدیدلای شي.
واکونه او دندی
د مالیاتي شخړو د حل بورډ، د مالیې د سنجولو او نورو مالیاتي تصمیمونو په هکله، د لاندې واکونو لرونکی دی:
۱- د مالیې د سنجش یا د مالیاتي چارو د اداری قانون د دریمې مادي د (۱) فقری (۷) بند مطابق د هر ډول مالیاتي تصمیم تایید، رد یا تعدیل.
۲- د مالیاتي تصمیم لغو او د نوي تصمیم نیول.
۳- د مالیاتي تصمیم لغو او د مالیاتي شخړو د حل د بورډ له لار ښوونې او وړاندیز سره په مطابقت کې د بیا غور په منظور د مالیاتو ادراې د هغه لیږل.
۴ - د ورکړې وړ سنجول شوي هر ډول مبلغ د ورکړې د حکم صادرول چې نه وي ورکړل شوي
۱- د مالیاتي شخړو د حل د بورډ د تصمیم سره په مطابقت کې د مالیې د ټاکلو په منظور، د مالیاتو ادارې ته د موضوع لیږل.
۲- د نورو هغو حکمونو صادرول چې د شخړي د حل لپاره لازم وي.
د مالیاتي شخړو د حل بورډ د لاندې دندو لرونکی دی:
۸ - په لنډ وخت کې د غونډې له بشپړیدو څخه وروسته په لیکلي ډول د تصمیم صادرول.
۹- له صادریدو څخه وروسته د اوو ورځو په ترڅ کې، اړخونو ته د تصمیم ابلاغول.
وروستی خبرتیاوينور دلته
د مالیاتي محاسبینو اوومي دورې ازموینۍ لپاره نوم لیکنه
مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست د مالیاتي محاسبینو اوومه دوره ازموینه اخلي. په شرایطو برابر کسان کولای سي د لاندي لینک په پرانیستلو سره په انلاین فورمه کي
په قسطونو سره د تېرو کلونو د باقیاتو ورکولو خبرتیا!
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د رهبرۍ د پرېکړي له مخي ټول هغه سوداګریز شرکتونه، چي د تېرو کلونو ګمرکي باقیات لري او تر اوسه یې نه دي تحویل کړي، کول
له هیواد څخه د غنمو د صادراتو په هکله د مالیې وزارت د ګمرکونو عمومي ریاست خبرتیا!
په دې وروستیو کي ځیني ناسم خبرونه خپاره سوي، چي ګواکي له هیواد څخه غنم په قاچاقي ډول بهر ته صادریږي. مالیې وزارت دغه اوازي ناسمي بولي او په کلکو ټکو یې ردوي