معینیتونه

د مالیې وزارت اداري معینیت

اداري معینیت د مالیې وزارت یو له مهمو او کلیدي برخو څخه دی. د مالیې وزارت له تشکیلاتي جوړښت سره سم، مالي او اداري لوی ریاست، تصدۍ او دولتي شرکتونه او د بېمې چارو لوی ریاست د اداري معینیت تر چترلاندې فعالیتونه ترسره کوي.

د هېواد نافذ شویو قوانینو په رڼا او د مالیې وزارت له سټراتېژیکو موخو سره سم د اداري معینیت دندې.

د اداري چارو مدیریت او تنظیم، رهبري، د با کیفیته خدمتونو وړاندي کولو لپاره د اړوندو پالیسیو او حمایوي چارو مدیریت او کنټرول، په مختلفو پړاوونو کې د تصدیو له پانګې دوامداره ساتنه او کنټرول او له هغې څخه معقوله او مثمره ګټه اخیستنه او همدا شان د بیمو چارو تنظیم او مدیریت هم په غاړه لري.

د عوایدو او ګمرکونو معینیت

د پالیسئ معینیت