د عوایدو لوی ریاست رهبري د دولتي ادارو له یو شمېر مسئولینو سره د غیرمالیاتي عوایدو په تړاو ناسته وکړه

admin_mof
Sun, Nov 26 2023 10:44 PM
خبر

د مالیې وزارت د عوایدو لوی رئیس الحاج شېر محمد مشفق په مشرۍ او د دغه ریاست حمایوي مرستیال الحاج حافظ شاه حسین حسیني او د غیرمالیاتي عوایدو رئیس امان الله امین په حضور کي د کانونو او پټرولیم وزارت، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت، د کورنیو چارو وزارت، د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت، د افغانستان اوسپني پټلۍ ادارې، د بهرنیو چارو وزارت، د مالیې وزارت دولتي تصدیو او املاکو ریاست، د عامي روغتیا وزارت، د احصایې او معلوماتو ملي ادارې، د صنعت او سوداگرۍ وزارت، د لوړو زده‌کړو وزارت او د خوړو او درملو ملي ادارې له مسؤلنیو سره د (۱۴۰۲ ل) کال له وري (حمل) میاشتي څخه تر لړم (عقرب) میاشتي پوري د یادو وزارتونو او دولتي ادارو د غیرمالیاتي عوایدو په تړاو د مالیې وزارت د گمرکونو او عوایدو معینیت د غونډو په تالار کي ناسته جوړه سوه.
د مالیې وزارت د عوایدو لوی رئیس په خپلو خبرو کې له ټولو دولتي ادارو څخه د قدردانۍ ترڅنگ وویل، د عوایدو په شفاف ډول راټولولو او لوړولو کي باید په پوره اخلاص او ایماندارۍ عملي گامونه پورته سي.

خبر

د ناستي په پای کي د عوایدو لوی ریاست د پلان، نظارت او تحقیق رئیس مولوي ابو احمد، د وزارتونو او دولتي ادارو د غیرمالیاتي عوایدو راپور وړاندي کړ.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS