د عوایدو لوی ریاست رهبري د ولایتي مستوفیتونو د ارزوني بهیر پیل کړ!

admin_mof
Wed, Jan 17 2024 10:56 AM
...........

د عوایدو لوی رئیس الحاج شېر محمد مشفق د عوایدو لوی ریاست حمایوي مرستیال حافظ شاه حسین حسیني د عوایدو د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ رئیس مولوي نداء محمد صدیقي او ورسره مل پلاوي د مستوفیتونو د ارزوني او څارني په موخه ولایتي سفرونه پیل کړل، چي په دې سفرونو کي به د ټولو مستوفیتونو چاري ارزول کېږي، مستوفیانو او کارکوونکو ته به ئې د ښو لاسته راوړنو په تړاو سپارښتني کېږي او همدا شان به د دوی کاري راپورونه کتل کېږي، ستونزي به ئې اورېدل کېږي، چي بیا به ئې د حل په موخه د عواید لوی ریاست په اړه اقدام کوي.

د یادوني وړ ده، چي تر دې وړاندي هم په همدې موخه د عوایدو لوی ریاست رهبري مستوفیتونو ته سفرونه کړي ول، چي ښاغلو مستوفیانو ته ئې ورته سپارښتني درلودې او دوی ئې له خلکو او مراجعینو سره په نېک چلند مکلف کړي ول.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS