‏ د عوایدو لوی ریاست له لوري د هیواد په ۳۴ ولایتونو کي د عامه پوهاوي بنرونه نصب سول!

syllab_admin
Tue, Apr 16 2024 1:55 PM
.................

په یو معتدل نظام کي د ټولو مهمو چارو په تړاو ولس ته حساب او وضاحت ورکول یو منل سوی اصل ګڼل کېږي، چي د همدې اصل پر بنسټ مالیې وزارت هم ولس ته د خپلو چارو د پوهاوي او حساب ورکولو په برخه کي یو لړ مهم فعالیتونه تر سره کړي دي.
د همدې فعالیتونو او پروګرامونو په لړ کي، د عوایدو لوی ریاست د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست له لوري د هیواد په (۳۴) ولایتونو کي د مالیاتو د ورکړي په تړاو د عامه پوهاوي ستر ستر بنرونه نصب سول، چي د شپږو میاشتو لپاره به دوام وکړي.
په دغه بنرونو او بلبورډونو کي د مالیاتو د ورکړي په تړاو شعارونه ډیزاین سوي دي، چي ورسره به د مالیاتي اطاعت پذیرۍ کچه لوړه سي او د ولس ذهنیت به دې ته چمتو سي، چي د دوی پیسې په کومو ګټورو برخو کي لګول کېږي.
د یادوني وړه ده، چي یاد ریاست په روان (۱۴۰۳)  مالي کال کي د مالیاتو اړوند د عامه پوهاوي په برخه کي ورته نور پروګرامونه هم په پام کي لري، چي ډېر ژر به ئي عملي چاري پيل سي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS