د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست (۵۰) تنو کارکوونکو ته د مدیریت په برخه کي روزنیز پروګرام پیل سو!

syllab_admin
Sun, May 05 2024 2:58 PM
.........


 د مالیې وزارت د بشري سرچینو ریاست د عوایدو له لوی ریاست سره په همغږۍ د عوایدو لوی ریاست (۵۰) تنو کارکوونکو ته د مدیریت او رهبرۍ په برخه کي روزنیز پروګرام پیل کړ.
دغه پروګرام، چي د عوایدو او ګمرکونو معینیت د غونډو په تالار کي پیل سو، د مالیې وزارت د بشري سرچینو رئیس مولوي احمد شاه شاکر د عوایدو لوی ریاست عملیاتي مرستیال حافظ خلیل احمد او د دغه ریاست یو شمېر کارکوونکو ګډون پکښي کړی وو.
 مولوي احمد شاه شاکر د پيل وینا وکړه او وئې وویل، چي دا برنامه، ستاسو له پاره نیول سوې ده، چي د ټولو ملکي کارکوونکو له پاره ضروري ده، که تاسو په مدیریت باندي پوه نه یاست؛ نو اداره پرمخ نه سئ وړلای.
زموږ او ستاسو نظام د بېلا بېلو اداراتو څخه جوړ دئ، که یوه اداره  خدای مه کړه خرابه سي،  ټول نظام خرابېږي. بیا په دغو اداراتو کي ماليې وزارت د نظام د ملا د تیر حیثیت لري، چي باید تر ټولو زیاته پاملرنه ورته وسي .
موږ او تاسو ته په کار ده، چي په ځان کي ژمنتیا راولو او هر کله، چي په موږ او تاسو کي ژمنتیا راغله؛ هم کار کولای سو او هم درسونه په ښه شکل زده کولای سو.
د عوایدو لوی ریاست عملیاتي مرستیال ښاغلي حافظ خلیل احمد پر دې ټینګار وکړ، چي دغه روزنیز پروګرام باید په ښه توګه تعقیب کړئ او خپل وخت ضایع نه کړئ؛ ترڅو ئې په ښه شکل زده او په خپلو ورځنیو در سپارل سوو کارونو کي ور څخه ښه ګټه پورته کړئ .
د یادوني وړ ده، چي یاد روزنیز پروګرام به د څلورو ورځو له پاره دوام وکړي .

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS