د هوټلونو، تېلو او ګازو پمپ سټېشنونو له پاره د انتفاعي او ثابتي مالیې په برخو کي د پام وړ تخفیفونه رامنځته سول!

syllab_admin
Tue, Aug 06 2024 4:17 PM
.........

د مالیې وزارت په وړاندیز او د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) د حکم پر بنسټ د هوټلونو، رسټورانټونو، تېلو او ګازو پمپ سټېشنونو له پاره د انتفاعي او ثابتي مالیې په برخو کي د پام وړ تخفیفونه رامنځته سول.
په همدې موخه د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کي رسنیزه غونډه جوړه سوه، چي پکښې د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین ملا عبدالقاهر حاجي ادریس، د هوټلونو، تېلو او ګازو پمپ سټېشنونو استازو او یو شمېر امارتي مسئولینو ګډون کړی وو.
د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین وویل، چي د اسلامي امارت تګلاره او پالیسي ولس ته په بېلابېلو برخو کي اسانتیاوي برابرول دي او د دوی په غوښتنه د دغه وزارت له کړنلارو سره سم ټولي قانوني اسانتیاوي ورته چمتو کوي. هغه زیاته کړه، چي د همدې اسانتیاوو په دوام دا دئ، د مالیې وزارت په وړاندیز او د عالیقدر امیر المؤمنین (حفظه الله) د حکم پر بنسټ د تېلو او ګازو پمپ سټېشنونو د ثابتي مالیې او د رسټورانټونو د انتفاعي مالیې په برخه کي د پام وړ تخفیفونه رامنځته سول، چي پخوا به له هغو هوټلونو او سیارو رسټورانټونو څخه، چي  ربعوار خرڅلاو به ئې د (۷۵۰۰۰۰) افغانیو څخه کم وو، (۲٪) انتفاعي مالیه اخیستل کېده او په هغه صورت کي، چي ربعوار خرڅلاو به ئې د (۷۵۰۰۰۰) افغانیو څخه زیات وو د (۵٪) مالیې تابع وو، چي د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) د نوي حکم پر بنسټ د ټولو هوټلونو له پاره (۲٪) انتفاعي مالیه وټاکل سوه.
همداراز به د تېلو او ګازو پمپ سټېشنونو له في لېټر څخه (۰،۶٪) ثابته مالیه اخیستل کېده، چي د نوي حکم پر بنسټ، دغه کچه (۰،۳٪) ته راټیټه سوه.
ور پسې د ریاست الوزراء اداري مرستیال د افغانستان اسلامي امارت له لوري د خصوصي سکټور له پاره د بېلابېلو برخو (اصنافو، شرکتونو، ښوونیزو، تحصیلي او روغتیایي بنسټونو) ته په مالیاتي برخو کي د معافیتونو او تخفیفونو یادونه وکړه او دا ئې د ولس له پاره د اسانتیاوو او مهربانۍ څرګندي بېلګي یادي کړې. نوموړي ټینګار وکړ، چي مالیه ورکوونکي هم باید خپل مالیاتي مکلفیتونه پر ټاکلي وخت سره سرته ورسوي.
د هوټلونو په استازولۍ د افغانستان د کسبګرو او دوکاندارانو د خوني لوی رئیس حاجي شېرین آغا سخي او د تېلو او ګازو پمپ سټېشنونو په استازولۍ حاجي مسعود راحت خبري وکړې او په یادو برخو کي ئې د رامنځته سويو تخفیفونو د یو ځل بیا رامنځته کولو له امله د اسلامي امارت له مشرتابه او مالیې وزارت څخه مننه وکړه او ژمنه ئې وکړه، چي مالیه به پر ټاکلي وخت د امارت خزانې ته تسلیموي او له نظام سره به همکاري کوي.
دغه رسنیزه غونډه د خیر دعايې په لوستلو سره پای ته ورسېده.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS