پانګوني ته څه ډول لاره هواره کړو؟!

مسعود افغان

لکه څرنګه چي د اقتصاد له پاره امنیت اړین دئ همدارنګه د امنیت له پاره هم اقتصاد د ملا د تیر حیثیت لري، د امنیت له پاره مهمه ده، چي خلک په کار بوخت کړل سي، د کار زمینه مساعده سي، اقتصادي فرصتونه ایجاد سي او بالآخره د اقتصاد له لاري امنیت په دوامداره ډول تامین اوسي، د اقتصادي او مالي پیاوړتیا له پاره د امنیت شتون لازمي امر دئ او بيرته د همدې امنیت له پاره مالي منابع په کار دي، تر هغه وخته، چي په یوه هیواد کي ځانبسیا اقتصاد، مالي خپلواکي او توانايي موجوده نه وي امنیت موجود کېدای نسي او که نسبي امنیت موجود هم وي؛ نو د هیواد او خلکو د اقتصادي ضعف له کبله به هر وخت په مختلفو وړاندیزونو د نورو هیوادونو د ګټو د تأمین په خاطر تر خطر لاندي وي، دا چي وروسته له (۴۵) کلونو لله الحمد یو ځل بیا د الله پاک په مهربانۍ سره زموږ هیواد د سرتاسري امن، په اقتصادي برخه د اقتصادي بنسټونو او په نسبي ډول د اقتصادي خپلواکۍ څښتن سوی دئ او په کومه جغرافیایي محدوده کي، چي افغانستان شتون لري، د تاریخ  په اوږدو کي د یو ښه ګاونډي درلودلو هیله ئې نه ده پوره سوې، همېشه د ګاونډیانو د خودخواهۍ د اور په لمبو کي سوځېدلی او د ګاونډیانو سترګي تل په افغانستان کي د خپلو ګټو د ترلاسه کولو په لور دي، چي ددې ګټو د تر لاسه کولو له پاره په هر قیمت، چي وي د امنیت مختل کېدل او د اقتصادي بنسټونو له منځه وړل ئې د پلان لومړیتوبونه دي؛ نو اړینه ده، چي په لومړي سر کي د امنیت پر ټینګښت کار وسي او د هغه له پاره د پرځان بسیا اقتصاد درلودل لازمي دئ، د لا ډېرو اقتصادي بنسټونو پر جوړولو تمرکز اړین دئ؛ لکه څنګه چي د افغانستان اقتصاد تازه پر پښو درېدلی او دومره وړتیا نه لري، چي یوازي له دولتي بودیجې څخه ټول اقتصادي پلانونه عملي کړي؛ نو ځکه اسلامي امارت تر ډېره حده د پانګوني د جذب په خاطر پر مشارکتي پروژو کار پیل کړی دئ او سوداګرو ته ئې په دې برخه کي د پانګوني بلنه ورکړې ده، چي د اسلامي امارت د مشرتابه امیرالمؤمنین (حفظه الله) له لوري د پانګوني په برخه کي پانګوالو ته د اسانتیاوو برابرولو او د پانګوني د فرصتونو د رامنځته کولو په اړه ځانګړی فرمان ورکړی، د دغه فرمان سره سم ټولي هغه اسانتیاوي رامنځته سوي، چي د پانګوالو له پاره اړیني وې او دا په اصل کي د پانګوالو او سوداګرو له پاره  یو ډېر ښه زیری دئ؛ ځکه ټول پانګوال او سوداګر، په دې لټه کي وي، چي د پانګوني له پاره یوه مناسبه لاره او فرصت پیدا کړي؛ ترڅو دده  او د پانګي د امنیت او مصؤنیت غم ئې و خوړل سي، کومو هیوادونو، چي په دې برخه کي کار کړی دئ، ټولو پانګوالو ئې په ډېري خوشحالۍ سره هلته ښه پانګوني کړي او خپل هیوادونه ئې د نړۍ د اقتصادي هیوادونو د لیست په سر کي راوستلي دي، اسلامي امارت هم په بیا واکمېندو سره په دې برخه کي ډېره هڅه کړې او په خپل ټول توان سره ئې د سوداګرو او د هغوی د پانګو امنیت او مصؤنیت په عمل کي ثابت کړی دئ؛ خو د پانګوالو د جذب په برخه کي لا ډېر کار ته ضرورت سته، چي یو له هغو څخه د پانګوني او سوداګرۍ په برخه کي د قوانینو، اصولو او سیسټمونو تړل دي، چي سوداګر په اداره کي د بیروکراسۍ او کاغذپرانۍ  له امله د مایوسۍ تر کچي رسېږي؛ نو اړتیا لیدل کېږي، چي د سیسټمونو  پر ساده کولو، اسانه جوړولو او د سره تړلیو سیسټمونو پر پرانیستلو باندي ډېر زیات او سخت کار وسي؛ ځکه تر ډېره حده د تېر حکومت په قوانینو او د ادارو د کړنلارو په اکثره برخو کي په سیسټماټیک ډول په ډېر مهارت او ظریف انداز سره فساد ته د لاري برابرولو کار سوی وو او د هغه پر بنسټ، چي هر کله سوداګر اداري پروسیجر ته خپل کارونه اچوي، یو خو دومره وخت نیونکي وي، چي د اوسنیو شرایطو او توقعاتو خلاف وي او له بلي خوا پانګوال دومره سرګردانه کړي، چي یا خو به د هغو مامورینو غوښتنو ته تسليمېږي، چي د دې تړلي سیسټم له برکته سوداګرو ته په کمین کي ناست وي، او یا به پانګونه پرېږدي؛ نو د پانګوني ځنډ او پرېښودل ئې دواړه د خلکو او هیواد په زیان دي، ځکه د همدې پانګوني په وجه خلکو ته د کار زمینه برابرېږي او څه اندازه د کار د هغي لویي قوې څخه، چي د دندي د نشتون له امله  بې کاره او فلج پرته ده او د بې کارۍ په خاطر د امنیت د مختل کېدو ګواښ ور څخه ممکن دئ د خصوصي سکتور د فعالیت په خاطر په کار لوېږي؛ همدارنګه د هیواد د اقتصادي ځان بسیایني لامل ګرځي، د امیرالمؤمنین (حفظه الله) د فرمان سره سم پانګوالو ته په هره برخه کي باید اسانتیاوي برابري سي، قوانین نه یوازي له شرعي اړخه؛ بلکي په تخنیکي لحاظ اصلاح سي، هغه سیسټمونه، چي تړلی شکل لري او په اداره کي د خلکو د ګرځلاو، څرخېدلو او سرګردانه کولو سبب ګرځي، اداري پروسیجرونه ئې ساده او سیسټمونه ئې پرانیستل سي، تر ممکنه حده پوري د اداري سیسټم پر انټرنیټي کېدو باندي کار وسي؛ ترڅو سوداګر ډېر کارونه د خپل کار ځای او کور څخه تعقیب کړي او ضرورت پیدا نسي، چي د یوه عادي غوښتنلیک په خاطر په میاشتو میاشتو په اداره کي سره وګرځي او د مراجعینو موضوعات مراجعینو ته د تکلیف ورکولو پرته د ادارې له خوا څخه څومره، چي ممکن وي ژر تر ژره خپله تکمیل او تعقیب کړي؛ ترڅو  پانګوالو ته د اسانتیا برابرولو فرمان په عمل کي ثابت سوی وي او د پانګوني د جذب په خاطر په سوداګرو پسي د ځغاستي ضرورت پیدا نسي،کله چي څو نفره سوداګر دا اسانتیاوو او د پانګوالو له امتیازاتو څخه برخمن سي، نور ګڼ شمېر پانګوال به د بلني پرته پر افغانستان را مات سي؛ لکه څرنګه چي اوس هم اسلامي امارت د پانګوالو له پاره امتیازات په عمل کي ثابت کړي، چي یو له دې امتیازاتو څخه د صنعت په برخه کي د پانګوني له پاره د (۵) کالو مالیاتو معافیت دئ، دا اعلان د سوداګرو د توقع سره سم د اسلامي امارت له خوا یو ډېر ستر امتیاز دئ، همداراز د حکومت له پاره، چي تازه پر پښو درېدلی دئ مهمه ده، ټول هغه ځایونه او برخي په نښه او اصلاح کړي، چي د کارونو د سکتګۍ او د سوداګرو د مایوسۍ سبب کېږي.