په مالياتي ادارو کي د فساد علتونه، اغېزې او د مخنیوي لاري چاري
د ماليې وزارت د دعوت ارشاد ریاست
د فساد پېژندنه: فساد د قانون ماتولو په معنى کارول کېږي او مختلف ډولونه لري.
مثلاً: مالي، اداري، اخلاقي او داسي نور... له بده مرغه فساد ساري ناروغۍ ته ورته دئ، چي له یوه نهاد څخه بل نهاد ته په چټکۍ سره انتقالېږي، په نهادونو باندي هيوادوال بې باوره کوي، د فقر باعث ګرځي، د خلکو د ناهیلۍ، د کارونو د خنډ، ځنډ، کیفیت خرابوالي او په لویه کي د نظامونو د راپرځېدو باعث ګرځي.
که څه هم نه اوس او نه پخوا د ا.ا.ا په ليکو کي د فساد څرک تر سترګو کېدئ، مګر احتیاطي تدابیر او د حل لاري چاري بیانول د وګړو خپل مسؤلیت دئ.
معمولاً د هيواد د اقتصادي ثبات لپاره په مالي مدیریتونو کي د فساد په کلي ډول ختمول اړین دي، تر څو په هره برخه کي پوره روڼتیا رامنځته سي.
دلته لومړی د فساد په رامنځته کېدونکو علتونو باندي لنډ مګر جامع بحث کوو، بیا ئې د حل په لارو چارو خبري کوو او په پای کي به ئې اغېزې واضح کړو.
په مالیاتي نظام کي د فساد علتونه
• د پیاوړي نظارت او څارني نشتون.
• د شفافیت او سټندرډونو اړوند پیچلي قوانین.
• د مسؤلینو غفلتونه.
• کمزوری سازماني فرهنګ او تګلاره.
• کمزورې کاري روحیه.
• د اسلام پالني او وطن پالني د احساس نه موجودیت.
• د کارکوونکو په تخلفاتو باندي سترګي پټول.
• د کارکوونکو د امتیازاتو او مالي حقوقو کموالی.
• مدیرانو ته له حده زیات صلاحیت ورکول.
• د مجازاتو نشتون.
په مالي بنسټونو کي د فساد د مخنیوي لاري چاري
ددې لپاره، چي د فساد مخه ونیول سي او عواید په ښه توګه مدیریت سي؛ نو لاندي کړني د مالي مدیریت لپاره خورا اړیني معلومېږي.
• ټولو هيوادوالو ته شرعي لارښووني کول او دوی ته د هر ډول فساد اړوند دیني وعیدونه بیانول.
• په فکري لحاظ دوی ته د اسلام پالني او هيواد پالني روحیه ورکول.
• د هيواد په ټولو ګمرکونو کي د اسیکوډا سیسټم بیا فعالول.
• په مستوفیتونو کي د سکتاس سیسټم بیا فعالول.
• د امکان تر حده باید بیروکراسي یا کاغذي سیسټم راکمول.
• د امکان تر بریده باید ټول سیسټمونه الکترونیکي سي.
• که ممکنه وي د احتساب یا (Accountability) لپاره باید یوه کمېټه، آمریت او یا ریاست په هر ولایت کي ایجاد سي.
• د سوداګریزونو بانکونو او صرافیانو جدي څارنه او کنټرول باید د مرکزي بانک له لوري وسي.
• په فساد د مرتکب سوو کسانو مجازات کول.
• عامه پوهاوی.
• د نظارت یو جامع او پراخ سیسټم رامنځته کول.
• په مالیاتي نظام کي د فساد د مخنیوي اړوند ځیني پالیسۍ او قوانین تدوینول.
• ټول شمولی نظارت( معنى ولس باید ځان مسؤل احساس کړي او د هر ډول فساد په وړاندي اړوند چارواکو ته خبر ورکړي.)
د مالي فساد اغېزې:
• د دولت د منابعو په تخصیص باندي فوق العاده منفي اغېز لري.
• د عوایدو په عادلانه وېش باندي هم منفي اغېز لري.
• په اقتصادي وده او پرمختیا باندي منفي اغېز لري.
• د کمو پيداکېدونکو سرچینو په ناسالم تخصیص منفي اغېز لري.
• د وګړو حقوق پایمال کېږي.
• د دولت لګښتونه لوړوي.
• د دولت عواید کموي.
• اقتصاي او سیاسي بې ثباتي رامنځته کوي.
• طبقاتي جوړښت رامنځته کوي.
• خلک له دولت څخه ناهیلي کېږي.
• نظام د سقوط تر کچي رسوي.
• د بوديجې کسر رامنځته کوي.
Announcements More
MoF Approves Decisions of Second Meeting of Tariff Committee of Current Fiscal Year
Second meeting of the Tariff Committee that had been convened on the 20th of September (29th Sanbula),
NOTIC For Iron Traders!
According to the order of the Prime Ministership of IEA, the export of any kind of iron equipment and tools is prohibited.