پر اصنافو ټیټه مالیه هم هڅونه هم ځان بسیاینه

په ټوله نړۍ کي پر اصنافو، شرکتونو، سوداګریو او نورو ورځنیو عایداتي چارو باندي دولت ته د مالیې ورکړه یو لازمي او ضروري امر دئ. د نړۍ ټول حکومتونه له خپلو ملتونو څخه مالیه راټولوي چي بیا ئې پر پراختیایي او عادي چارو لګوي. د هیڅ هیواد له خلکو څخه راټوله سوې مالیه د کوم وګړي شخصي جیب ته نه ځي بلکه بېرته د همغه هیواد په رغنیزو چارو او پرمختګونو لګول کېږي.
افغانستان هم یو له هغو هیوادونو څخه دئ، چي ملت ئې مالیه ورکوي او حکومت ئې د مالیې ورکړي پر وړاندي مسؤلیت لري، چي د رعیت د سهولت، رغنیزو چارو، معاشونو د ورکړي، ټولګټو پروژو، اقتصادي خوځښت او د هیواد د پراختیا او ځان بسیایني په موخه ولګوي.
طبعي خبره ده، چي د نړۍ په هیوادونو کې د حکومتونو په تغییر د مالیاتو راټولو، کمولو او یا هم زیاتولو تګلاره تغییر مومي. د حکومتونو هڅه داوي؛  له هغو خلکو چي مالیه راټولوي اسانتیاوي ورته برابري کړي، په ځینو استثنایي حالاتو کي جریمې ورته معاف کړي او همدا شان د ورځنیو شرایطو په لیدو سره ځیني کمښتونه پکښي راولي. بالمقابل مالیه ورکوونکي مکلف دي، چي خپلي مالیې پر خپل ټاکلي وخت دولت ته تسلیم کړي، چي په دې سره هم ځان له جریمې ساتلای سي او هم د هیواد په بیا رغونه کي بنسټیز رول لوبولای سي.
د افغانستان حکومتونو هم اصنافو او مالیه ورکوونکو ته د مالیو ورکولو په برخه کي وخت ناوخته اړیني اسانتیاوي رامنځته کړي او جریمې ئې ورته معاف کړي. له ۱۳۹۰ مالي کال څخه مخکي کلونو مالیاتي جریمې (۱۰۰٪) معاف سوي، له ۱۳۹۰ تر ۱۳۹۵ کال پوري مالیې (۵۰٪) او مالیاتي جریمې (۱۰۰٪) معاف او له ۱۳۹۶ تر ۱۴۰۰ مالي کال پوري یوازي جریمې (۱۰۰٪) په هغه صورت کي معافېږي، چي مالیه ورکوونکي اصله معالیه د دولت خزانې ته وسپاري؛ خو د ۱۴۰۱ مالي کال لپاره د افغانستان اسلامي امارت له لوري د یوه ځانګړي حکم پر بنسټ په یوه نوې اقدام کي د همدې کال لپاره د مالیاتو نورم (۰.۵٪) ټاکل سوی دئ، تر څو مالیه ورکوونکو ته د مالیې ورکړه اسانه، اطاعت مننه رامنځته او د مالیه ورکونکو د هڅوني لپاره نوی باب پرانیستل سي. د نوې نورم ټاکلو دلیل اقتصادي او امنیتي وضعیت، د کرونا ناروغۍ ځپونکی حالت، د ډالرو او اجناسو د نرخ ښکته پورته کېدل او په ټوله کي د هیواد په ورځنیو اقتصادي چارو او اجناسو د لوړو قیمتونو او ترڅنګ ئې د خلکو کمزوری اقتصادي وضعیت ښوولی سوی دئ.
د افغانستان اسلامي امارت پر خپلو عوایدو باندي د ځان بسیایني په موخه او د هیواد د اقتصادي وضعیت په پام کي نیولو سره تل هڅه کړې، چي مالیه ورکوونکو، سوداګرو، پانګوالو او خصوصي سکټور ته هر اړخیزي اسانتیاوي رامنځ ته کړي، ترڅو مالیه ورکوونکي خپلي مالیې پر ټاکلي وخت دولت ته  ورکړي او افغانستان د اقتصادي ځان بسیایني پر لور اوچت ګامونه پورته کړي.
دا چي حکومت په بېلابېلو پړاوونو کې له مالیه ورکوونکو، سوداګرو، پانګوالو او خصوصي سکټور  سره د دوی د وضعیت په لیدو سره هر راز همکاري کوي، نو حکومت ته هم د باور فضاء رامنځته کېږي، چي د مالیې په ورکړه او د خپل کور په ابادولو کي اوږه پر اوږه او ګام پر ګام د دې خاوري پرمختګ ته بډې راونغاړي، ځکه چي د ملت او حکومت ترمنځ همکاري لازمه او ملزومه او د افغانستان د رغولو مشترک هدف لري.