تازه مېوې به تازه صادرېږي

په افغانستان کي اوس مهال د تازه مېوو فصلونه پیل سوي دي او د هیواد ټول بازارونه له تازه او خوندورو مېوو ډک دي. زموږ خوږې مېوې نه یوازي د هیواد په دننه؛ بلکي ګاونډیو هیوادونو ته هم ښې په خرپ رواني دي، چي په سیمه ییزه او نړیواله کچه مینوال او پېرېدونکي لري.
له بده مرغه هر کال زموږ د تازه رسېدلو مېوو صادرولو په وخت کي ګاونډي هیوادونه تر ډېره بریده په ګډو پولو او دروازو کي ستونزي را ولاړوي او یا هم نور ځیني سیاسي مسایل رامنځته کيږي، چي له تازه مېوو بار د سوداګرو لاریو ته د اوښتو اجازه نه ورکول کيږي، همدا لامل دئ چي اکثره ډېري تازه مېوې خرابي سي او سوداګر او بڼوال په میلیونونو افغانۍ زیانمن سي او د یوه کال خوارۍ او منډي یې په اوبو لاهو سي. د څو کلونو په موده کي دا چاره په ځلونو تکرار سوې او د متقابلو هیوادونو ترمنځ په دې برخه کي ډېرځله ناستي ترسره سوي، چي کله نا کله بې پایلي پای ته رسېدلي دي.
په داسي حال کي چي تازه مېوې د هیواد د صادراتو ستره برخه جوړوي، د بڼوالو لپاره د عایدو ستره سرچینه ده او له دې لاري د هیواد ملي خزانې ته هم په لوړه کچه عواید راټولېږي. د تازه مېوو صادرولو په برخه کي یادو سوو موضوعاتو که څه هم هر کال ستونزي را ولاړي کړي او سږ کال هم د تازه مېوو وخت را رسېدلې او له ګاونډیانو سره د لارو د بندېدو کوم څرګ نه ښکاري؛ خو د تازه مېوو د صادرولو په وخت کي د هیواد یو بل قیمتي توکي چي د ډبرو سکاره دي د تورخم په ګمرک کي ګاونډي هیواد ته د صادرولو پر مهال په دروازه کي ګڼه ګوڼه جوړه کړې او له تازه مېوو بار لاریو د ځنډ سبب ګرځېدلي دي.
دا چي د مېوو د خسا کېدو د تېرو کلونو تجربې تکرار نه سي، سوداګر او بڼوال زیانمن نه سي، همدا وو چي د مالیې وزارت مقام دغه ستونزي ته د رسېدو په موخه د تورخم ګمرک مسؤلینو ته هدایت ورکړ، چي له دې وروسته د ډبرو سکرو باروړونکو موټرو ته په همدې لاره د تګ اجازه ورنه کړي او د ډبرو سکرو کاروانونه دي د پکتیا، پکتیکا او خوست ګمرک له لاري ګاونډي هیواد ته واوړي. په دې سره به د تورخم په ګمرک کي د بار وړونکو لاریو ګڼه ګوڼه راکمه سي او د هیواد په مېوو بار موټرونه به په اسانۍ سره د پولي ها خوا واوړي.
د مالیې وزارت د مشرتابه دغه اقدام د تازه مېوو د سوداګرو او بڼوالو هیلي را ژوندۍ کړي، چي هم به مېوې له خوسا کېدو وژغول سي او هم به د بڼوالو او سوداګرو هڅي په اوبو لاهو نه سي