تېره اوونۍ د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کي په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیول سوي دي!

org_admin
Thu, Dec 26 2024 11:21 AM
............

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارني کارکوونکو تېره اوونۍ د هرات، نیمروز، کندهار، فراه او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سیمو کي په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیولي دي، چي قاچاق کوونکو غوښتل په پټه ئې افغانستان ته راوړي.
په نیول سویو توکو کي (۳۷) ټنه سيمينټ، (۶۲۷۹) کیلو ګرامه ګوړه، (۵۰۶۵) کیلو ګرامه رُب، (۲۸۲۲) کیلو ګرامه درمل، (۱۷۳۰) کیلو ګرامه ککو، (۱۶۰۰) کیلو ګرامه چاکلېټ، (۷۹۵) کیلو ګرامه رنګ، (۶۳۰) کیلو ګرامه د خیاطۍ د ماشین تېل، (۷۱۱) کیلو ګرامه مالټې، (۴۶۳) کیلو ګرامه ټوکر، (۲۱۰) کیلو ګرامه د خیاطۍ تار، (۱۷۵) بوجۍ د برېښنا لاینونه او (۱۴۰) کیلو ګرامه خالي کارټنونه شامل دي.
همدا شان د فراه ګمرک کارکوونکو په دوو جلا محمولو کي (۳۸) ټنه مالګه هم نیولې ده، چي په قاچاقي ډول هیواد ته راوړل کېده.
نیول سوي توکي او تورن کسان د نورو اجراآتو له پاره اړوندو ګمرکونو ته سپارل سوي دي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS