د امربالمعروف او نهي عن المنکر د قانون پلي کولو پلاوي لسمه ناسته وسوه!

org_admin
Wed, Jun 18 2025 2:47 PM
..........


د غبرګولي ۲۸مه ۱۴۰۴هـ.ل

د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) په هدایت د امربالمعروف او نهي عن المنکر قانون د یوشان پلي کولو په موخه په وزارتونو کي خپلمنځي پلاوي ټاکل سوي دي.
مالیې وزارت هم د دغه قانون د ښه پلي کولو په موخه د اداري معین مولوي دوست محمد مخلص په مشرۍ او د دغه وزارت د دعوت او ارشاد رئیس مولوي عبدالهادي سیف الخالد، د دفتر لوی ریاست د اسنادو او اړیکو رئیس انجنیر ادیب الله محب، د کارکوونکو چارو ریاست کفیل او د ګومارني آمر مفتي نیاز محمد منصور او د دغه پلاوي نورو غړو په ګډون لسمه ناسته وکړه.
په دغه ناسته کي د اسلام له نظره د راز ساتني پر ارزښت او په ځانګړي ډول په یوه اداره کي د راز ساتني پر څرنګوالي هر اړخیز بحث او د نظرونو تبادله وسوه.
د یادوني وړ ده، چي د دغه لړۍ د لا ښه ترسراوي په موخه په هره ناسته کي د تېر مجلس د مواردو د اروزني ترڅنګ د هغوی تطبیق او تعقب هم ترسره کېږي او د راتلونکي ناستي له پاره هم یوه حیاتي او مهمه موضوع ټاکل کېږي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS