په تېرو دوو اونیو کي د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کي زیاته اندازه قاچاقي توکي نیول سوي دي!

org_admin
Mon, Aug 18 2025 3:28 PM
............


د زمري ۲۷مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارني کارکوونکو په تېرو دوو اوونیو کي د هرات، کندهار، نیمروز، فراه او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سیمو کي په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیولي دي، چي قاچاق کوونکو غوښتل له ګمرکي محصول پرته ئې په قاچاقي ډول افغانستان ته راوړي.
په نیول سویو توکو کي (۲۷۹۷۶) کیلو ګرامه چاکلېټ، (۷۱۸۴) کیلو ګرامه انساني طبي درمل، (۲۵۵۲) کیلو ګرامه زراعتي درمل، (۳۱۱۹) کیلو ګرامه مالګه، (۷۳۶) کیلو ګرامه پنیر، (۲۱۰۰) کیلو ګرامه هګۍ، (۲۷۰) کیلو ګرامه تشي پلاسټیکي قطۍ، (۹۶) کیلو ګرامه د چلم مېوه، (۲۸۰) کیلو ګرامه پلاسټیکي کڅوړي، (۵۰۰) کیلو ګرامه اچار، (۱۶۰) کیلو ګرامه نوې البسه، (۵۶۵) کیلو ګرامه شامپو، (۱۵۰) کیلو ګرامه لوبیا (۴۰۰) کیلو ګرامه د جوسونو پایپونه او (۷۰) کیلو ګرامه رُب شامل دئ.
نیول سوي توکي او تورن کسان د نورو اجراآتو له پاره اړوندو ګمرکونو ته سپارل سوي دي.
د یادوني وړ ده، چي د مالیې وزارت د ګرځنده څارني کارکوونکي په ټول هیواد کي ګرځنده څارنه کوي او هیچا ته اجازه نه ورکوي، چي ممنوعه او قاچاقي توکي ولېږدوي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS